پل علم- خوست ښار (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د لوګر او خوست ولايتونو چارواکي وايي چې په ځينو عملياتو کې ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار په سيمه کې ځانګړي عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې د طالبانو د قضايي کمېسيون د غړي په ګډون درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
صالح وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال له وسلو او مهماتو سره ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا په خوست ولايت کې چارواکي وايي چې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو چاڼيزو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د مخالفينو يو قوماندان هم
شامل دی چې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکی دی.
سرچينه زياتوي، په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو مخالفينو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.