مزارشريف (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې د پوليسو له ۱۱۹ شمېرې سره ۴۸زره اړيکې نيول شوې دي.
دوی وايي چې د يادو اړيکو له لارې د عامه ستونزو د حل لپاره ګام پورته شوی، د سلګونو امنيتي او جنايي پېښو مخنيوی شوی، د عمومي معلوماتو غوښتنه شوې؛ خو ځينو خلکو د همدې شمېرې له لارې پوليسو ته ټيلېفوني مزاحمتونه هم کړي دي.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د لړم په ۱۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ۱۱۹ شمېرې د امنيتي مسايلو په حل کې له پوليسو سره خورا مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دې شمېرې له لارې د دوی او د خلکو تر منځ واټن کم شوی دی.
د هغه په وينا، د روان لمريز کال په تېرو اته مياشتو کې د ۱۱۹شمېرې له لارې د بلخ ولايت له امنيتي مسوولينو سره ۴۸ زره اړيکې نيول شوې دي.
دراني وويل چې د يادو اړيکو له لارې د ټول ولايت په کچه شاوخوا زر اړيکې د عامه ستونزو د حل لپاره نيول شوې چې امنيتي مسوولينو ورته ځان رسولی دی.
نوموړي زياته کړه چې د ۱۱۹ شمېره تر ټولو ډېره د امنيتي او جنايي پېښو په برخه کې اغېزناکه تمامه شوې ده.
د هغه په وينا، په تېرو اتو مياشتو کې د څه باندې ۱۲۰۰ امنيتي او جنايي پېښو مخنيوی شوی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې عامو خلکو د شکمنو پېښو، غلاوو، جنګ او دې ورته حالاتو پر مهال د ۱۱۹ شمېرې له لارې له دوی سره اړيکې نيولې او د دې ډول پېښو مخنيوی يې کړى دى.
نوموړي زياته کړه چې ځينو خلکو د همدې شمېرې له لارې د عامه معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه هم له پوليسو سره اړيکې نيولې دي.
login or register a new account.