منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

درانى : ۱۱۹ شمېرې د بلخ له امنيتي وضعې سره مرسته کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د  بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې د پوليسو له ۱۱۹ شمېرې سره ۴۸زره اړيکې نيول شوې دي.

دوی وايي چې د يادو اړيکو له لارې د عامه ستونزو د حل لپاره ګام پورته شوی، د سلګونو امنيتي او جنايي پېښو مخنيوی شوی، د عمومي معلوماتو غوښتنه شوې؛ خو ځينو خلکو د همدې شمېرې له لارې پوليسو ته ټيلېفوني مزاحمتونه هم کړي دي.

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د لړم په ۱۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ۱۱۹ شمېرې د امنيتي مسايلو په حل کې له پوليسو سره خورا مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د دې شمېرې له لارې د دوی او د خلکو تر منځ واټن کم شوی دی.

د هغه په وينا، د روان لمريز کال په تېرو اته مياشتو کې د ۱۱۹شمېرې له لارې د بلخ ولايت له امنيتي مسوولينو سره ۴۸ زره اړيکې نيول شوې دي.

دراني وويل چې د يادو اړيکو له لارې د ټول ولايت په کچه شاوخوا زر اړيکې د عامه ستونزو د حل لپاره نيول شوې چې امنيتي مسوولينو ورته ځان رسولی دی.

نوموړي زياته کړه چې د ۱۱۹ شمېره تر ټولو ډېره د امنيتي او جنايي پېښو په برخه کې اغېزناکه تمامه شوې ده.

د هغه په وينا، په تېرو اتو مياشتو کې د څه باندې ۱۲۰۰ امنيتي او جنايي پېښو مخنيوی شوی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې عامو خلکو د شکمنو پېښو، غلاوو، جنګ او دې ورته حالاتو پر مهال د ۱۱۹ شمېرې له لارې له دوی سره اړيکې نيولې او د دې ډول پېښو مخنيوی يې کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې ځينو خلکو د همدې شمېرې له لارې د عامه معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه هم له پوليسو سره اړيکې نيولې دي.

د هغه په وينا، سلګونه اړيکې د شمال د لويې لارې، د سالنګ د حالاتو او ولسواليو ته د تللو لارو د طبيعي او امنيتي حالت د معلومولو لپاره هم نيول شوې دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم د ۱۱۹ شمېرې رامنځ ته کېدل او تر دې دمه يې چارې ښې ارزوي.

د ښار د دريمې ناحيې اوسېدونکي عابد شفيقي پژواک ته وويل چې د يادې شمېرې له لارې خلک په مستقيم ډول له امنيتي ارګانو سره په اړيکه کې وي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې زلزلې په اړه د معلوماتو اخيستو په موخه يې له ۱۱۹ شمېرې سره اړيکه نيولې وه.

د هغه په وينا، پر وخت يې معلومات ترلاسه کړي وو چې زلزلې په بلخ ولايت کې عامو خلکو کوم ځانګړی زيان نه دی رسولی.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني دا هم وويل چې ځيني خلک د ۱۱۹ شمېرې له لارې پوليسو ته مزاحمتونه هم جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې ځيني خلک د دې پر ځای چې له پوليسو سره د اړيکې نيولو له لارې د ځان او د ټولنې د هر اړخيزو ستونزو د حل په موخه مرسته وکړي؛ د دوی د چارو مزاحمت کوي.

د هغه په وينا، ځيني خلک يوازې د وخت ضايع کولو په موخه اړيکې نيسي.

دراني وويل، که چېرې عام خلک په دغسې حالاتو کې له خپلو امنيتي ارګانونو سره څنګ په څنګ کار ونه کړي؛ نو ستونزې د کمېدو پر ځای ډېرېدی شي.

خو نوموړي له هغو ټولو خلکو څخه مننه وکړه، چې د ۱۱۹ شمېرې له لارې يې د امنيتي ارګانونو ملاتړ کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه