خوست ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د خوست والي وايي، اجازه نه ورکوي چې په دولتي ادارو کې به رييس او يا کوم بل مامور د شخصي اړيکو پر بنسټ وګومارل شي.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې د لړم په ١٦مه د تېر سل ورځني کاري پلان د تشريح په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د دغه ولايت يو شمېر قومي او مذهبي مشرانو او د مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی و.
هغه وويل، د نورو ولايتونو په څېر په خوست کې هم د شخصي اړيکو پر بنسټ په ځينو دولتي ادارو کې پر دندو د کسانو د ګومارنې هڅه کېږي، خو دوی يې مخنيوی کړی دی.
نوموړي زياته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دولتي ادارو کې د مامورينو په ګومارلو کې لاسوهنه وکړي او يا څوک د شخصي اړيکو له مخې پر دنده وګومارل شي.
حبيبي وايي: ((هېچا ته به د دې موقع ورنه کړم چې استخدام د روابطو پر اساس وشي، بلکې راتلونکی استخدام به د وزارتونو په چوکاټ کې د ښايسته سالارۍ او معيارونو په نظر کې نيولو سره کېږي.))
دا خبرې په داسې مهال کېږي چې د خوست په ځينو دولتي ادارو کې د شخصي روابطو پر بنسټ د يو شمېر مامورينو د ګومارلو په اړه په نسبي ډول شکايتونه زيات اورېدل کېږي.
والي حبيبي دغه راز يادې غونډې ته وويل، يو شمېرد هغو لوړ رتبه دولتي مامورينو په اړه چې له ډېر پخوا راهيسې پر مهمو پوستونو دندې ترسره کوي، خو کړنې يې ولس ته د قناعت وړ نه دي، له سره غور وشي.
هغه وويل: ((دا اداره به له هغو عناصرو خلاصېږي چې کلونه يې دلته په غفلت کې وخت تېر کړی، نور نه د ادارې لپاره، نه د ولسونو او د ولايت لپاره په ګټه دي. دا خلک به نور نه وي.))
والي دغه راز زياته کړه چې په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو او د فساد د مخنيوي لپاره به په هرو دريو مياشتو کې د دولتي ادارو مسوولين، ولس ته د خپلو کړنو راپور ورکوي.
نوموړي همدارنګه د دولتي ځمکو د غصب په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، ټولې هغه دولتي ځمکې چې دا مهال د يو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې، ډېر ژر به يې له غصب خلاصې کړي.
هغه زياته کړه: ((په دغه برخه کې کمېسيون رامنځته شوی او ورته دنده سپارل شوې، چې ټولې دولتي ځمکې معلومې، د غاصبينو لېست دې برابر او په برخه کې يې اړين اقدامات وکړي.))
login or register a new account.