کلات (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه پيل شوې چې لا هم دوام لري.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د لړم په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته نن سهار درې بجې د دغه ولايت د خاک افغان او ارغنداب په ولسواليو کې پيل شوې دي.
د ده په خبره چې وسله والو طالبانو په يادو سيمو کې د داعش وسله والو پر سيمو بريدونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.
د فراهي په وينا، د دوى د کشفي راپورونو پر اساس تر اوسه وسله والو طالبانو له داعش څخه يو شمېر سيمې لاندې کړې او دواړه لوري تلفات هم لري خو کره شمېره ورته نه ده معلومه.
د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار هم پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې سخته جګړه روانه ده خو دا چې هلته ټيلېفوني شبکې فعاليت نه کوي نو دوى يې په اړه زيات جزئيات نه لري.
د ارغنداب ولسوالۍ د اختر سيمې دوو اوسېدونکو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته د ټيلېفون پر کرښه وويل چې لږ تر لږه درې طالب وسله وال تر اوسه ټپيان شوي چې د جګړې له سيمې د سردرې کلي خوا ته لېږدول کېدل.
د دوى په وينا، طالبانو د داعش يو شمېر جنګيالي او د هغوى د کورنيو غړي ژوندي هم نيولي خو کره شمېر يې ورته معلومه نه و.
د روان لمريز کال په پيل کې يو شمېر ازبک جنګيالي د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې مېشت شول او وروسته منصور داد الله هم دې سيمې ته ولاړ او له اختر محمد منصور سره يې مخالفت اعلان کړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په دې سيمو کې ددواړو ډلو ترمنځ نښتې شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP