کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د افغانستان د کرکټ بورډ مشر له انضمام الحق سره د روزونکي په توګه يو کلن تړون لاسليک کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٦مه پژوک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې پر وړاندې د سياليو په لړۍ کې د انضمام الحق اغېزناکې روزنې او مهارتونو ته په کتنې له نوموړي سره يو کلن قرارداد لاسليک کړ.
دا په داسې حال کې ده چې زمبابوې ته د ملي لوبډلې تر سفر مخکې انضمام الحق د افغانستان له کرکټ بورډ سره يواځې د زمبابوې پر وړاندې د سياليو لپاره د روزونکي تړون کړى و.
خو فريد هوتک وايي چې د زمبابوې پر وړاندې سياليو په جريان کې د انضمام الحق د کرکټ بورډ له لوري ارزونه مثبته وه او د مشر روزونکي په توګه يو کلن تړون ورسره وغځول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې د انضمام الحق وړتياوو ته په کتلو سره يې له هغه سره د روزونکي په توګه تړون يو کال نور هم تمديد کړ.
دانش زياته کړه، دوی باور لري چې انضمام الحق به د ملي لوبډلې وړتياوو او مهارتونو ته وده ورکړي.
انضمام الحق چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او لوبغاړى پاتې شوى، تر ٣٠٠ زيات يوه ورځني او تر ١٠٠ زيات تسټ کرکټ لوبې ترسره کړې او پراخه تجربه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن