کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنه ملي لوبـډله له هندوستان او بنګله دېش سره په درې اړخيزو سياليو کې برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د لړم په ٢٩مه (د نوامبر ٢٠مه) د هندوستان په ممبۍ ښار کې پيلېږي چې لس ورځې به دوام ولري.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې په هغو درې اړخيزو سياليو کې ګډون کوي چې په کې د بنګله دېش، هندوستان او افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې برخه اخلي.
د هوتک په وينا، دا سيالۍ په بنګله دېش کې راتلونکى زېږديز کال د ١٩ کلنو نړيوال جام ته د تياريو يوه برخه ده.
نوموړى وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې په دغو سياليو کې د اغېزناک ګډون لپاره ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره پياوړې لوبډله ټاکلې چې په لاندې ډول ده:
حضرت الله ځاځی، نويد عبيد، احسان الله جنت، طارق ستانکزی، سيد وحيدالله شفق، پروېز ملکزی، راشد خان ارمان، مسلم موسی، کريم جنت، محمدسردارولي، ناصرخان عمر، ضياءالرحمن اکبر، محمدظاهر احمدزی، نوين الحق مريد، شمس الرحمن ولي خېل، اکرام علي خېل، نجات مسعود او رحيم سهاک.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې روزونکى دولت احمدزى وايي چې يادو سياليو لپاره دوى پياوړې لوبډلې ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه چې په دغو سياليو کې به ښه وځلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن