Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بېرته فعالېږي

کندوز (پژواک،١٧لړم ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون استازو دوى ته ډاډ ورکړى چې روغتون به بېرته فعال کړي.

ياد روغتون د تلې مياشتې په ١١مه شپه د امريکايي ځواکونو له خوا بمبار شو چې له امله يې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان ژوبل شول.

په دغه هوايي بريد کې د روغتون ودانۍ وسوځېده او ټولې برخې يې ويجاړې شوې.

کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى، درې ورځې په ښار واکمن وو او وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې کندوز ښار او د بې پولې ډاکټرانو روغتون بېرته له طالبانو ونيول شول.

د کندوزسيمه ييز چارواکي وايي چې دا روغتون د بېړنيو پېښو په برخه کې لکه د ځانمرګو بريدونو، چاودنو او ترافيکي پېښو د ټپيانو د درملنې په برخه کې فعاليت درلود او د شمال ختيځ زون په کچه يې ځانګړى نوم درلود.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې پولې ډاکټرانو MSF روغتون استازو له ده سره ليدلي او د روغتون د بېرته پرانيستو په اړه يې ډاډ ورکړى دى.

هغه زياته کړه، د هغه تړون له مخې چې پخوا له دغه روغتون سره لاسليک شوى، هغوى ته ويل شوي چې د هماغه قرارداد له مخې بېرته د روغتون فعالولو لپاره اقدام وکړي.

دانشي زياته کړه چې روغتون پر کندوز ښار د طالبانو د بريد په سبب له هوايي بمبار سره مخ شو.

د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکټر سعد مختار ويلي وو چې بهرنيو ځواکونو د ناسمو معلوماتو له مخې چې ګڼي د طالبانو مهم کسان د بې پولې ډاکترانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، بريد وکړ.

د کندوز ولايت سرپرست وويل: ((ما د دغه روغتون استازو ته وويل، سره له دې چې پوهېږم په دغه روغتون کې د  ډېرو سختو جنګي جنايتکارانو درملنه کېږي، خو دا چې ستاسې له کړنلارې سره مطابقت لري، موږ څه نه وايو، هغوى ژمنه وکړه چې د دغه روغتون د بيا فعالولو لپاره هڅې روانې دي.))

بې پولې ډاکټرانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.