کندوز (پژواک،١٧لړم ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون استازو دوى ته ډاډ ورکړى چې روغتون به بېرته فعال کړي.

ياد روغتون د تلې مياشتې په ١١مه شپه د امريکايي ځواکونو له خوا بمبار شو چې له امله يې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان ژوبل شول.

په دغه هوايي بريد کې د روغتون ودانۍ وسوځېده او ټولې برخې يې ويجاړې شوې.

کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى، درې ورځې په ښار واکمن وو او وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې کندوز ښار او د بې پولې ډاکټرانو روغتون بېرته له طالبانو ونيول شول.

د کندوزسيمه ييز چارواکي وايي چې دا روغتون د بېړنيو پېښو په برخه کې لکه د ځانمرګو بريدونو، چاودنو او ترافيکي پېښو د ټپيانو د درملنې په برخه کې فعاليت درلود او د شمال ختيځ زون په کچه يې ځانګړى نوم درلود.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې پولې ډاکټرانو MSF روغتون استازو له ده سره ليدلي او د روغتون د بېرته پرانيستو په اړه يې ډاډ ورکړى دى.

هغه زياته کړه، د هغه تړون له مخې چې پخوا له دغه روغتون سره لاسليک شوى، هغوى ته ويل شوي چې د هماغه قرارداد له مخې بېرته د روغتون فعالولو لپاره اقدام وکړي.

دانشي زياته کړه چې روغتون پر کندوز ښار د طالبانو د بريد په سبب له هوايي بمبار سره مخ شو.

د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکټر سعد مختار ويلي وو چې بهرنيو ځواکونو د ناسمو معلوماتو له مخې چې ګڼي د طالبانو مهم کسان د بې پولې ډاکترانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، بريد وکړ.

د کندوز ولايت سرپرست وويل: ((ما د دغه روغتون استازو ته وويل، سره له دې چې پوهېږم په دغه روغتون کې د ډېرو سختو جنګي جنايتکارانو درملنه کېږي، خو دا چې ستاسې له کړنلارې سره مطابقت لري، موږ څه نه وايو، هغوى ژمنه وکړه چې د دغه روغتون د بيا فعالولو لپاره هڅې روانې دي.))

بې پولې ډاکټرانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، دا روغتون له کلونو راهيسې د ناروغانو او ټپيانو درملنه کوي او بيا فعالولو ته يې سخته اړتيا ده.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي وويل چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په دې حساس وخت کې چې جنګي شرايط دي، بايد فعال شي او خلک اړ نه شي چې خپل ټپيان نورو ولايتونو او يا هم له هېواده بهر ته يوسي.

هغه وايي چې دا روغتون د شمال ختيځ زون او کندوز خلکو ته د اب حيات معنا درلوده او پر روغتون له بريد نه وروسته خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

سرچينې زياته کړه: ((د روان کال په لومړيو کې مې د ورور لاس او پښې د ترافيکي پېښې په سبب ماتې شوې او دې روغتون ته مې راووړ، ډاکټرانو مې د ورور وړيا درملنه وکړه، که چېرته مې شخصي روغتون ته وړى وى، نو ډېرى پيسې به يې رانه اخيستلې.))

د ويلو ده چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون د روان کال په چنګاښ مياشت کې هم د دوو اونيو لپاره بند شوى و.د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي ويلي وو چې دا روغتون له کابل نه د ځانګړو ځواکونو په راتګ او د ځينو ډاکټرانو له وهلو وروسته بنده شوې وه، د امنيتي ځواکونو دې ډلې ادعا کوله چې په روغتون کې د ټپي طالبانو درملنه کېږي.هغه د امنيتي ځواکونو دا پلټنه د قانون خلاف او د روغتون کارکوونکو ته سپکاوى بولي، ځکه چې له سيمه ييزې ادارې سره په کې همغږي نه ده شوې.