Language

حامد کرزي زابل کې د عامو خلکو سر پرېکونه د انساني حقونو ضد عمل وباله

کابل(پژواک،١٩لړم٩٤): پخواني ولسمشر حامد کرزي په زابل کې د عامو کسانو سر پرېکونه د انساني حقونو ضد او ترهګريز عمل وباله.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

وړمه ورځ وسله والو کسانو په زابل ولايت کې د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ له اوو تنو اوسېدونکو سرونه پرې کړل.

په وژل شويو کې يوه ماشومه او درې ښځې هم شاملې وې چې تېره شپه يې جسدونه غزني ولايت ته راوړل شول.

د سرچيني په حواله، پخواني ولسمشر حامد کرزي ياده کړنه په کلکو ټکو غندلې او ويې ويل چې دا کار د بشري حقونو ضد او ترهګريز عمل دى.

کرزي دا هم ويلي : ((  د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې هيڅ مهال د دغه شان کړنو په ترسره کولو  نه شي کولى د افغانستان ثبات ته ضربه ورسوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼې په ګډون ځينو نورو بنسټونو هم ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

د همدې پېښې په غبرګون کې نن په کابل او غزني کې سلګونو کسانو لاريون وکړ او ټاکل شوې چې وژل شوي کسان کابل ته راوړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.