Language

د داعش وسله والو د طالبانو پر والي او نظامي مشر ځانمرګى بريد کړى

کلات(پژواک،١٩لړم٩٤): راپورونه وايي چې د داعش وسله والو په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو پر والي او نظامي مشر ځانمرګى بريد کړى، خو طالبان بيا دغه بريد رد وي.

د زابل د ولايتي شورا منشي او د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله کاکړ د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د داعش اړوند ازبک وسله والو د داى چوپان ولسوالۍ د سولان په سيمه کې د طالبانو پر مشرانو ځانمرګى بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې ځانمرګي بريد کې د طالبانو والي مطيع الله او د زابل نظامي مشر قوماندان پيراغا دواړه وژل شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې بيا پژواک ته وويل چې د طالبانو نظامي قوماندان وژل شوى او والي يې سخت ټپي دى.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په زابل کې د دوى پر والي او نظامي قوماندان ځانمرګى بريد نه دى شوى.

هغه زياته کړه : ((موږ د زابل د والي مولوي مطیع الله  او د قطعې د مسوول پیر اغا  د وژلو اوازې په کلکه ردو هغوى جوړ روغ دي.))

د زابل د ولايتي شورا منشي دغه راز وايي چې د داى چوپان ولسوالۍ په سولان سيمه کې د داعش اړوند ١٤ ازبک وسله وال چې د طالبانو له خوا ژوندي نيول شوي وو، په خپلو بمونو يې ځانونه الوځولي دي.

د کاکړ په وينا، په دې چاودنو کې طالب وسله والو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بله خوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې وسله والو طالبانو د داعش له ولکې څخه پنځه ملکي وګړي چې درې يې ښځې وې، خوشې کړي او خپلو کورنيو ته يې سپارلې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا ملکي وګړي د خاک افغان اوسېدونکي وو، چې په دې وروستيو کې د داعش اړوند ازبک وسله والو يرغمل نيولي وو.

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د داعش وسله والو د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه ملکي وګړي چې څلور يې مېرمنې وې، وژلي وو.

د زابل د امنيه قوماندانۍ  د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي چې تر پرون ماښامه پورې په ارغنداب او خاک افغان ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خال خال ډزې روانې وې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کوم راپور نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.