کلات(پژواک،١٩لړم٩٤): راپورونه وايي چې د داعش وسله والو په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو پر والي او نظامي مشر ځانمرګى بريد کړى، خو طالبان بيا دغه بريد رد وي.
د زابل د ولايتي شورا منشي او د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله کاکړ د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د داعش اړوند ازبک وسله والو د داى چوپان ولسوالۍ د سولان په سيمه کې د طالبانو پر مشرانو ځانمرګى بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې ځانمرګي بريد کې د طالبانو والي مطيع الله او د زابل نظامي مشر قوماندان پيراغا دواړه وژل شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې بيا پژواک ته وويل چې د طالبانو نظامي قوماندان وژل شوى او والي يې سخت ټپي دى.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په زابل کې د دوى پر والي او نظامي قوماندان ځانمرګى بريد نه دى شوى.
هغه زياته کړه : ((موږ د زابل د والي مولوي مطیع الله او د قطعې د مسوول پیر اغا د وژلو اوازې په کلکه ردو هغوى جوړ روغ دي.))
د زابل د ولايتي شورا منشي دغه راز وايي چې د داى چوپان ولسوالۍ په سولان سيمه کې د داعش اړوند ١٤ ازبک وسله وال چې د طالبانو له خوا ژوندي نيول شوي وو، په خپلو بمونو يې ځانونه الوځولي دي.
د کاکړ په وينا، په دې چاودنو کې طالب وسله والو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بله خوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې وسله والو طالبانو د داعش له ولکې څخه پنځه ملکي وګړي چې درې يې ښځې وې، خوشې کړي او خپلو کورنيو ته يې سپارلې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا ملکي وګړي د خاک افغان اوسېدونکي وو، چې په دې وروستيو کې د داعش اړوند ازبک وسله والو يرغمل نيولي وو.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د داعش وسله والو د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه ملکي وګړي چې څلور يې مېرمنې وې، وژلي وو.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي چې تر پرون ماښامه پورې په ارغنداب او خاک افغان ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خال خال ډزې روانې وې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کوم راپور نه دى ورکړل شوى.
د زابل د ولايتي شورا د منشي اسدالله کاکړ د معلوماتو له مخې، د داعش هغه وسله وال چې غرونو ته ختلي ، د قومي مشرانو په لاس يې طالبانو ته پيغام لېږلى، چې که ورته خوندي لاره ورکړي، نو دوى ژر له دې ولايت څخه وځي.
خو سرچينه زياتوي، چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په زابل ولايت کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د جګړو له امله له دواړولوريو څخه تر ١١٠ پورې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د زابل ولايت لرې پرتو سيمو کې ټېليفوني شبکې فعاليت نه کوي او نه هم هلته له سرچينو سره اړيکې نيول کېداى شي، ځکه د يادو پېښو په اړه له خپلواکو سرچينو څخه دقيق معلومات اخيستل ستونزمن کار دى.
تر اوسه يادو وسله والو ډلو هم رسنيوته ددې جګړو په اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










