Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وکيلان : د طالبانو خپلمنځي جګړو کې لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

وکيلان : د طالبانو خپلمنځي جګړو کې لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Nov 2015 - 14:32
وکيلان : د طالبانو خپلمنځي جګړو کې لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Nov 2015 - 14:32

کلات (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د زابل ولايت يو شمېر وکيلان وايي چې په خاک افغان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو خپلمنځي جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له تېرې اوونۍ راهيسې د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړې پيل شوې دي، چې د ځايي چارواکو په وينا، اوس هم روانې دي.

د ز ابل امنيه قومانداني وايي، دا جګړې چې د طالبانو د ملا اختر منصور او ملا دادالله منصور ډلو ترمنځ ترسره شوې، په ترڅ کې يې له دواړو لوريو څخه لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د زابل ولايت ځينې وکيلان وايي چې  دطالبانو په خپلمنځي جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د ولايتي شورا منشي او د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکى اسدالله کاکړ وايي، له تېرې اوونۍ راهيسې په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه شوې او کله چې کومه سيمه د طالبانو لاس ته ورغلې، نو په بېلابېلو کليو کې يې لسګونه ملکي وګړي وژل دي.

ده د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو هغه کسان وژلي چې له ملا منصور دادالله سره يې اړيکې درلودې.

دى وايي:  (( طالبانو ته د ملا منصور دادالله شخصي لپ ټاپ کمپيوټر په لاس ورغلى او د هغه په اساس هغه کسان چې له منصور دادالله سره يې اړيکې درلودې، پېژني يې. ))

د هغه په وينا، د شپې له لوري مخ پټي وسله وال کليو ته ورځي، له کورونو ياد شوي کسان راباسي او سهار يې په سيمه کې جسدونه موندل کېږي.

کاکړ وايي، يواځې وړمه ورځ (د لړم ٢٢مه) د خاک افغان په اکول، خرني او سولان سيمو کې ١٥ جسدونه پيدا شوي دي.

ده وويل، په کليو کې د طالبانو پلټنې لا روانې دي، خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

په ولسي جرګه کې د زابل وکيل عبدالقادر قلاتوال هم وايي چې په يادو جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې يو شمېر کسان په قصدي توګه له دواړو لوريو څخه وژل شوي او ځينې بيا د نښتو پر مهال وژل شوي ي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.