کلات (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د زابل ولايت يو شمېر وکيلان وايي چې په خاک افغان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو خپلمنځي جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
له تېرې اوونۍ راهيسې د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړې پيل شوې دي، چې د ځايي چارواکو په وينا، اوس هم روانې دي.
د ز ابل امنيه قومانداني وايي، دا جګړې چې د طالبانو د ملا اختر منصور او ملا دادالله منصور ډلو ترمنځ ترسره شوې، په ترڅ کې يې له دواړو لوريو څخه لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د زابل ولايت ځينې وکيلان وايي چې دطالبانو په خپلمنځي جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د ولايتي شورا منشي او د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکى اسدالله کاکړ وايي، له تېرې اوونۍ راهيسې په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه شوې او کله چې کومه سيمه د طالبانو لاس ته ورغلې، نو په بېلابېلو کليو کې يې لسګونه ملکي وګړي وژل دي.
ده د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو هغه کسان وژلي چې له ملا منصور دادالله سره يې اړيکې درلودې.
دى وايي: (( طالبانو ته د ملا منصور دادالله شخصي لپ ټاپ کمپيوټر په لاس ورغلى او د هغه په اساس هغه کسان چې له منصور دادالله سره يې اړيکې درلودې، پېژني يې. ))
د هغه په وينا، د شپې له لوري مخ پټي وسله وال کليو ته ورځي، له کورونو ياد شوي کسان راباسي او سهار يې په سيمه کې جسدونه موندل کېږي.
کاکړ وايي، يواځې وړمه ورځ (د لړم ٢٢مه) د خاک افغان په اکول، خرني او سولان سيمو کې ١٥ جسدونه پيدا شوي دي.
ده وويل، په کليو کې د طالبانو پلټنې لا روانې دي، خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.
په ولسي جرګه کې د زابل وکيل عبدالقادر قلاتوال هم وايي چې په يادو جګړو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې يو شمېر کسان په قصدي توګه له دواړو لوريو څخه وژل شوي او ځينې بيا د نښتو پر مهال وژل شوي ي.
قلاتوال زياتوي : (( زموږ د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې تر اوسه ٥٠ ملکي وګړي وژل شوي، چې په کې قومي مشران او مخور هم شامل دي.
د هغه په وينا، دواړو لوريو يو شمېر ملکي وګړي نيولي او بنديان کړي ، ځينې يې بيا وهل او ټکول هم شوي دي.
د زابل يوې امنيتي سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې په دې نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال بيا وايي، په ياده ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو تېره اوونۍ په خاک افغان ولسوالۍ کې سختې جګړې شوې دي.
نوموړي ومنله چې د خاک افغان ډېرى سيمې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو په لاس کې دي.
د طالبانو يادو ډلو تر اوسه د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د ډلې وياند قاري يوسف احمدي څو ورځې مخکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و ، چې هلته يواځې ٢٤ ساعته جګړه شوې وه، خو مرګ ژوبله دومره نه وه اوښتې چې چارواکي او يا يې رسنۍ په اړه ادعا کوي.
خو د ملا منصور دادالله د ډلې وياند قاري حمزه په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د ملا اختر ډلې له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










