مزارشريف (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د جنسي ځورونې او پر دوی د رواني او فکري اغېزو په تړاو د ديني عالمانو او د ښځو چارو مسوولينو تر منځ غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې چې د لړم په ۲۵مه تر سره شوه، د شمال زون د نهو ولايتونو د ښځو چارو د رياستونو استازو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
د يادې غونډې يوې تنظيمونکې او د افغان مېرمنې غږ موسسې مسوولې حميرا کهزاد وويل، چې ياده غونډه د ښځو پر وړاندې د حنسي زور زياتي په تړاو رابلل شوې چې هڅه کېږي؛ غږ يې نورو هېوادوالو ته ورسول شي.
نوموړې زياته کړه، چې په دغه کنفرانس کې د شمال زون د نهو ولايتونو ديني عالمانو ته بلنه ورکړل شوې، چې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي په تړاو غږ پورته کړي.
د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زياتي له ټولو ستر لامل له اسلامي او قانوني مواردو څخه بې خبري ده.
نوموړې زياته کړه، د ښځو د حقوقو پر وړاندې د عامو خلکو د بې خبرۍ ستونزه يواځې له ټولو ډېره ديني عالمان حل کولی شي.
د هغې په وينا، که چېرې ديني عالم د جومات له منبره د ښځو د جنسي ځورونې په اړه غږ پورته کړي؛ نو په ټول هېواد کې به يې پايلې مثبتې وي.
نوموړې وويل ، مدني ټولنه بايد له ديني عالمانو سره د ښځو پر وړاندې د جنسي زورزياتي په تړاو ژورې هڅې وکړي.
د بلخ ولايت د ارشاد حج او اوقاف رياست د جوماتونو مدير مولوي حميدالله عنايت، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې لا هم حکومت ټولو جوماتونو ته د پيغام د لېږد له اړخه ځان نه دی رسولی.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې څه باندې دوه زره جوماتونه دي؛ خو دوی يواځې له ۱۴۰ شاوخوا جوماتونو سره رسمي اړيکې لري.
د هغه په وينا، دوی يواځې د همدغه شمېر جوماتونو ملا امامانو ته د خطبې او تبليغ لپاره موضوع ورکوي.
مولوي عنايت وويل، چې که د بلخ ټولو ملا امامانو ته د تبليغ لپاره موضوع ورکړل شي نو لرې نه ده چې د انساني حقوقو په تړاو ډېرې ستونزې حل شي.
login or register a new account.