منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زياتي ستر لامل له اسلامي او قانوني مواردو بې خبري ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د جنسي ځورونې او پر دوی د رواني او فکري اغېزو په تړاو د ديني عالمانو او د ښځو چارو مسوولينو تر منځ غونډه وشوه.

په ياده غونډه کې  چې د لړم په ۲۵مه  تر سره شوه، د شمال زون د نهو ولايتونو د ښځو چارو د رياستونو استازو  او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

د يادې غونډې يوې تنظيمونکې او د افغان مېرمنې غږ موسسې مسوولې حميرا کهزاد وويل، چې ياده غونډه د ښځو پر وړاندې د حنسي زور زياتي په تړاو رابلل شوې  چې هڅه کېږي؛ غږ يې نورو هېوادوالو ته ورسول شي.

نوموړې زياته کړه، چې په دغه کنفرانس کې د شمال زون د نهو ولايتونو ديني عالمانو ته بلنه ورکړل شوې، چې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي په تړاو غږ پورته کړي.

د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زياتي له ټولو ستر لامل له اسلامي او قانوني مواردو څخه بې خبري ده.

نوموړې زياته کړه، د ښځو د حقوقو پر وړاندې د عامو خلکو د بې خبرۍ ستونزه يواځې له ټولو ډېره ديني عالمان حل کولی شي.

د هغې په وينا، که چېرې  ديني عالم د جومات له منبره د ښځو د جنسي ځورونې په اړه غږ پورته کړي؛ نو په ټول هېواد کې به يې پايلې مثبتې وي.

نوموړې وويل ، مدني ټولنه بايد له ديني عالمانو سره د ښځو پر وړاندې د جنسي زورزياتي په تړاو ژورې هڅې وکړي.

د بلخ ولايت د ارشاد حج او اوقاف رياست د جوماتونو مدير مولوي حميدالله عنايت، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې لا هم حکومت ټولو جوماتونو ته د پيغام د لېږد له اړخه ځان نه دی رسولی.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې څه باندې دوه زره جوماتونه دي؛ خو دوی يواځې له ۱۴۰ شاوخوا جوماتونو سره رسمي اړيکې لري.

د هغه په وينا، دوی يواځې د همدغه شمېر جوماتونو ملا امامانو ته د خطبې او تبليغ لپاره موضوع ورکوي.

مولوي عنايت وويل، چې که د بلخ ټولو ملا امامانو ته د تبليغ لپاره موضوع ورکړل شي نو لرې نه ده  چې د انساني حقوقو په تړاو ډېرې ستونزې حل شي.

نوموړي نننۍ ناسته هم د ورته ستونزو د حل پر وړاندې ښه ګام وباله.

د سرپل ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن نسيمې ارزو هم چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې په سرپل ولايت کې که څه هم امنيتي حالت د تېر کلونو په پرتله يو څه ګډوډ دی؛ خو بيا هم د ښځو هراړخيز حالت ډېر د اندېښنې وړ نه دی.

نوموړې زياته کړه، چې په دغه ولايت کې  ښځې په حکومتي او مدني برخو کې فعالې دي.

د هغې په وينا، خو له ورته حالت سربېره هم په ياد ولايت کې پر ښځو له شته زوروزياتي او جنسي ځورونې سترګې نه شي پټېدای.

دې وويل چې په روان لمريز کال کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د زورزياتي ۶۹ پېښې ثبت شوې دي.نوموړې زياته کړه، چې تېر کال د دغو پېښو شمېر ۱۰۹ و.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور