کندهار(پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د کندهار والي د يو اقتصادي کنفرانس پر مهال وويل چې پر بهرنيو مرستو ولاړ او له ګاونډيو هېوادونو څخه له غير معياري وارداتو سره تړلی اقتصاد د هېواد په کچه هغه ستونزه ده چې حکومتولي يې هم ننګولې ده.
دغه کنفرانس چې د افغان ولسي ټولنې په زيار جوړ شوى وو، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، له کابل څخه راغلو مېلمنو، د پوهنتون استادانو، د کندهار او يو شمېر نورو سويلي ولايتونو ملي سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړى و.
په دې کنفرانس کې د چارواکو او د پوهنتون د استادانو له خوا د کندهار د اقتصادي وضعيت په اړه ويناوې وشوې او ورپسې د کورنيو توليداتو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
د کندهار والي همايون عزيزي په دې ولايت کې د اقتصادي کنفرانس جوړول يو ښه ګام وباله او ويې ويل د هېواد په کچه عمده ستونزه چې حکومتولي يې هم ننګولې پر مرستو ولاړ او له ګاونډيو هېوادونو څخه له غير معياري وارداتو سره تړلی اقتصاد دی.
د هغه په وينا، څوارلس کاله وړاندې چې په هېواد کې د نوي حکومت بنسټ اېښودل کېده، د نړيوالې ټولنې له پراخو مرستو سربېره يو داسې اقتصادي بنسټيز پلان جوړ نه شو چې له مخې يې د افغانستان اقتصاد پر پښو درېدلاى واى.
دى وايي، همدې ستونزې ته په کتو په تېرو کلونو کې د اقتصادي ودې لپاره د بنسټيزې طرحې نشتوالي د هېواد کرنه او صنعت ته زيان واړاوه او يواځې د يوې ځانګړې طبقې شتمني يې ډېره کړه.
د ده په باور، د هېواد د اقتصاد د پر پښو درېدلو لپاره يواځينۍ لار د اغېزناکو کورنيو پانګونو لپاره پراخې هڅې کول دي، څو په دې توګه خپل حقيقي اقتصاد تجربه کړو.
والي دا هم وويل چې د کندهار د سيمه ييزي ادارې په استازيتوب له ملي سوداګرو ملاتړ کوي او دا ډول کنفرانسونه او نندارتونونه د اقتصادي ودې، د پانګونې د جلبولو او کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې لپاره ډې ګټور دي.
په کندهار کې د ايسا ادارې رييس هدايت الله احمدي وويل، که څه هم وروستي په ډاګه شوي معلومات ښيي چې د هېواد په کچه پانګونه ٢٦ سلنه ټيټه شوې خو کندهار لا هم په دې برخه کې خپل ګراف لوړ ساتلى.
هغه زياته کړه، کندهار د لسيزو جګړو او ناخوالو سربېره د هېواد په کچه په پانګونه او سوداګرۍ کې خپل ځاى ساتلى او تمه ده چې په دې برخو کې به نور هم پرمختګ کوي.
د کندهار د صنعکارانو د ټولنې مرستيال حاجي فيض الحق مشکاني وويل، په پيل کې د دې ولايت په صنعتي پارک کې ١٨٥ بېلابېلې فابريکې پرانيستل شوې، خو د کلونو په تېرېدو يې ډېرې وتړل شوې او اوس يواځې ٤٥ فابريکې نيمه فعاليت لري.
هغه زياته کړه، د کندهار فابريکې ټولټال ٢٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې اوس ٦ مېګاواټه برېښنا ورته چمتو شوې ده او په نوبتي توګه په هرو ٢٤ ساعتو کې يواځې ٨ ساعته برېښنا ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن