Language

د نجونو ٢٤ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

پل علم (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د وسله والو طالبانو له لوري په لوګر ولايت کې د نجونو ٢٤ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او حکومت د هلو ځلو په پايله کې په دغه ولايت کې د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو مياشتو کې وسله والو طالبانو ١٦ ښوونځي په بره کي برک ولسوالۍ، ٧ ښوونځي په څرخ ولسوالۍ کې او يوه لېسه هم په مرکز پل علم کې تړل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((دغه ښوونځي بېرته ټول پرانیستل شول، اوس د اړوندو ښوونځيو زده کوونکي کولاى شي بېرته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړ.))

د عرب د معلوماتو له مخې، په تړل شوو ښوونځي کې لومړني، منځني او لېسې شاملې وې چې څه د پاسه ٣زره نجونو په کې زده کړې کوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

هغه وايي چې دغه ښوونځي د امنيتي او کلتوري ستونزو له امله تړل شوې وې.

هغه وايي: ((د لوگر والي د پوهنې رياست ته امر کړی چې په دې ټولو ښوونځیو کې ښځې مديرانې وټاکي.))

د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل: ((زما دری لوڼې دي دا پنځه مياشتې کېدې چې مکتب ته له تګ نه پاتې وې.))

د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې د نجونو ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې په بره کي برک او څرڅ ولسواليو کې طالبانو د نجونو ښوونځي نه دي تړلي.

خو ده وويل چې د طالبانو د ښوونې او روزنې کمېسيون  يواځې له پنځم ټولکي نه د پورته زده کوونکو په اړه ملاحظات لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.