منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نجونو ٢٤ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

پل علم (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د وسله والو طالبانو له لوري په لوګر ولايت کې د نجونو ٢٤ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او حکومت د هلو ځلو په پايله کې په دغه ولايت کې د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو مياشتو کې وسله والو طالبانو ١٦ ښوونځي په بره کي برک ولسوالۍ، ٧ ښوونځي په څرخ ولسوالۍ کې او يوه لېسه هم په مرکز پل علم کې تړل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((دغه ښوونځي بېرته ټول پرانیستل شول، اوس د اړوندو ښوونځيو زده کوونکي کولاى شي بېرته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړ.))

د عرب د معلوماتو له مخې، په تړل شوو ښوونځي کې لومړني، منځني او لېسې شاملې وې چې څه د پاسه ٣زره نجونو په کې زده کړې کوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

هغه وايي چې دغه ښوونځي د امنيتي او کلتوري ستونزو له امله تړل شوې وې.

هغه وايي: ((د لوگر والي د پوهنې رياست ته امر کړی چې په دې ټولو ښوونځیو کې ښځې مديرانې وټاکي.))

د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل: ((زما دری لوڼې دي دا پنځه مياشتې کېدې چې مکتب ته له تګ نه پاتې وې.))

د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې د نجونو ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې په بره کي برک او څرڅ ولسواليو کې طالبانو د نجونو ښوونځي نه دي تړلي.

خو ده وويل چې د طالبانو د ښوونې او روزنې کمېسيون  يواځې له پنځم ټولکي نه د پورته زده کوونکو په اړه ملاحظات لري.

هغه زياته کړې: ((د نجونو د ښوونځیو په اړه دومره ملاحظه شته، هغه نجونې چې له پنځم صنف نه پورته زده کړې کوي، د هغو په اړه زموږ قوانین دا دي چې باید جلا وي او د پردې مراعات دې وشي.))

مجاهد دا هم ويلي وو چې طالبان هم هڅې کوي تر څو د يادې ستونزې د حل لپاره يو قانوني او شرعې لار پيدا کړي.

په ټوليزه توګه په لوګر ولايت کې ٢٦٦ ښوونځي شتون لري چې په دغو ښوونځيو کې شاوخوا ١٥٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي او له دې شمېرې څخه ٥٠ زره يې نجونې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه