Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانيو د چلښت او د کلدارو د مخنيوي په موخه طرحه جوړه شوې

د افغانيو د چلښت او د کلدارو د مخنيوي په موخه طرحه جوړه شوې

author avatar
19 Nov 2015 - 13:03
د افغانيو د چلښت او د کلدارو د مخنيوي په موخه طرحه جوړه شوې
author avatar
19 Nov 2015 - 13:03

جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د ننګرهار والي وايي چې په دغه ولايت کې یې د افغانيو د چلښت او د پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي په موخه يوه منظمه طرحه جوړه کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي دغه څرګندونې د ولايت د اقتصادي کمېسيون غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده‌، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې پر مهال کارول کېږي چې د څېړونکو په وينا، د هېواد اقتصاد ته ستر زيان رسوي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د اقتصادي کمېسيون غونډې ته ويلي چې په دغه ولايت کې د افغانيو د چلند په موخه په يو منظم بريالۍ طرحه باندې يې کار پيل کړی دى.

هغه زياته کړه، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو ادارو او اصنافو په همکارۍ په دغه ولايت کې د افغانيو چلند په بشپړ ډول دود کړي .

کندوزي د ننګرهار مستوفي او د افغانستان بانک رييس ته دنده وسپارله چې په دغه پلان جوړونه کې د ولايت له مقام سره همکاري وکړي او همدا راز د دې چارې د لا برياليتوب په موخه عامه پوهاوي باندې هم کار وکړي .

د ننګرهار والي وايي چې د افغانيو چلند په دودولو کې به د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين هم خپل اجراات ترسره کړي او د دې تر څنګ به شرکتونو ته يو معيار برابر کړي، تر څو دوی هم خپله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کړي .

هغه په دې برخه کې د ننګرهار ولايت له ولسونو او هټيوالو څخه هم د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي هم د والي د اقداماتو ملاتړ کوي او زياتوي چې دوى له ولايت سره په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دي.

خو نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د دې لپاره بايد د حل يو بنسټيز لاره ولټول شي، څو پورې چې په بازار کې نرخونه سم کنټرول نه شي، د دې مسئلې هوارول ستونزمن کار دى.

هغه وايي چې د ولايت مقام او ښاروالي لومړى د نرخونو د کنټرول لپاره منظم پلان کړي، تر هغې وروسته به د کلدارو موضوع په خپله هواره شي.

د ننګرهار د اصنافو او کسبګرو اتحاديه وايي چې دوى هم دغه کار غواړي او ژمنه کوي چې له ولايت مقام سره به په دې برخه کې هر ډول مرسته او همکاري کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.