Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او پي اين جې ترمنځ د کرکټ څلور  ورځنۍ لوبه پيل شوه

کابل ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٤ ) : د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې دافغانستان او پي اين جي ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې دافغانستان ټوله لوبـډله په لومړي وار (اننګز) کې ١٤٢ منډو وسوځېدله، چې له ډله يې محمد شهزاد ٢٩، اصغر ستانکزى ٢٦ او شرف الدين اشرف ٢٥ منډې جوړې کړې.

هوتک وويل چې د پي اين جي لوبـډلې پخپل لومړي وار کې د لومړۍ ورځې تر پايه پورې ٢٠٥ منډې جوړې کړې او ٦ لوبغاړي يې سوځيدلي وو.

د نوموړي په وينا، دافغانستان له لوري يمين احمدزي ٣ او نواز خان دوه لوبغاړي سوځولي.

د يادونې ده، چې افغانستان تر اوسه د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې يواځې له سکاټلينډ سره لوبه کړې وه چې د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.

خو دا چې په دې لوبه کې سکاټلينډ ښه ځلېدلى و، نو هغوى ته ١٤ او افغانستان ته ٧ نومرې ورکړل شوې وې.

د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ، هالنډ، نميبيا، پي اېن جي، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډونوالې دي.

د  ايرلينډ لوبډلې دوه لوبې کړي، دواړه يې ګټلي او د ٤٠ نومرو لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړى، هالنډ دويم ،نميبيا درېيم او افغانستان د يوې لوبې په کولو سره له اوو نومرو سره په شپږم مقام کې ځاى لري.

د يوه بل خبر له مخې د هندوستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې دافغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ته په  يوه ورځنۍ ٥٠ اووريزه کې د  ٣٣ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

د افغانستان ، هندوستان او بنګله دېش د ١٩ کلنو لوبـډلو ترمنځ د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ پرون په هندوستان کې پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې د هندوستان د١٩ کلنو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ١٠ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٦ منډې جوړې کړې. دافغانستان له لوري رشيد خان ٤ او مسلم موسى دوه لوبغاړي وسوځول.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.