Language

د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نيونې لپاره نوي ځواکونه پر دنده ګومارل  شوي

غزني ښار(پژواک،۳۰ لړم ۹٤): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دې ولايت کې يې د نشه يي توکو د له منځه وړلو پر وړاندې عمليات پيل کړي او د قاچاق وړونکو د نيونې لپاره يې نوي ځواکونه پر دنده ګومارلي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په٣٠  مه  خبريالانو ته وويل چې په دې ولايت کې د نورو نشه يې توکو ترڅنګ شراب هم توليديږي.

هغه وايي: (( داسې اسناد او شواهد مې ترلاسه کړي چې په غزني ښار کې شراب هم جوړيږي خو زه يې پر وړاندې جدي اقدام کوم.))

خو امرخېل وايي چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې يې جدي عمليات پيل کړي او په ځينو پوستو کې يې داسې کسان ګومارلي چې يواځې قاچاق وړونکي به نيسي.

د غزني امنيه قوماندان داسې مهال يادې خبرې وکړې چې نن د دې ولايت پوليسو ٢٧ کيلوګرامه تارياک او پنځه بوتله شراب نيولي دي.

امرخېل وايي چې د يادو نشه يي توکو په تور يې دوه تنه او يو سراچه موټر هم نيولي دي.

هغه زياته کړه : (( که دولتي کس يا غير دولتي کس په قاچاق کې لاس ولري حتمن يې نيسم.))

د قوماندان د څرګندونو په اړه په غزني کې د مدني ټولنې غړي محمد اجمل پژواک ته وويل: (( زه د امرخېل صاحب دا کار ستايم کېداى شي مخکنى قوماندان هم په دې خبر و چې په غزنې کې شراب جوړيږي خو چا يې د مخنيوي لپاره اقدام ونه کړ.))

ده ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه بايد په دې ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه ونيسي، ځکه دلته په ښکاره ډول نشه يي توکي پلورل کيږي.

دغه راز په غزني کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون مشر ډاکټر نصرالله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزنې کې د روږدو کسانو شمېره تر ٣٠ زرو هم ډيره شوې ده.

هغه وايي چې په دې مرکز کې د يو شمېر معتادينو درملنه کيږي خو تر درملنې وروسته بېرته نشه يي توکو ته مخه کوي.

ډاکټر نصروالله وايي چې په غزني کې په ښکاره ډول د نشه يي توکو پلورل او د ځوانانو وزګارتيا د دې لامل شوې چې په دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډير شي.

login or register a new account.

Related Topics