ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د کرنې رياست د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ دى

د کندهار د کرنې رياست د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ دى

author avatar
22 Nov 2015 - 18:03
د کندهار د کرنې رياست د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ دى
author avatar
22 Nov 2015 - 18:03

کندهار(پژواک ، ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ دى،چې له امله يې دنباتي افاتو او امراضودمخنيوي چارې له خنډ سره مخامخ  کړې دي.

د ياد رياست رييس انجنير احمد شاه روشن وايي، څو ځله يې مرکزي ادارې ته د رياست په اډانه کې د مسلکي کدرونو د ګومارلو وړانديزونه کړي، خو لا هم منل شوي نه دي.

هغه زياته کړه،چې کندهار د هېواد په کچه يو زراعتي ولايت دى چې له مخې يې بايد اړوند رياست ډېر فعال و اوسي او د خلکو د ستونزو د حل په موخه لازمې اسانتياوې ولري.

روشن پژواک خبري اژانس ته وويل ، کندهار چې د بېلابېلو کرنيزو محصولاتو تر څنګ په کې انګور او انار ډېر دي، ډېر مهال د ځينو افاتو او امراضو له امله زيانمن کېږي او د کرنې رياست اوسنى تشکيل يې د مخنيوي توان نه لري.

د ده په خبره، که د کندهار د کرنې په رياست کې له اړتيا سره سم مسلکي کدرونه په دندو وګومارل شي، نو د نباني امراضو او افاتو د مخنيوي لارې چارې به چټکې شي.

نوموړي په کندهار کې د نباتي کلينيک نشتوالى هم يوه ستونزه ياده کړه او ويې ويل چې د هغوى او ولايت له پرله پسې هلو ځلو وروسته وزارت ژمنه کړې، چې په دې ولايت کې به نباتي کلينيک پرانيزي.

خو روشن وويل چې له بېلابېلو ستونزو سربېره يې د کندهار لپاره دويم سل ورځنى پلان جوړ کړى، څو د شته امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رييس څرګنده کړه، د کندهار د بېلابېلو ولسواليو ٢٠٠ بزګرو او ګروندګرو ته به هره اوونۍ د نباتي امراضو او افاتو دمخنيوي لارې چارې ورزده کړي اوپه دې توګه به هغوى وهڅوي، چې پروخت د خپلو کرنيز توکو د امراضومعلومول او مخنيوى وکړاى شي.

د دې تر څنګ نوموړي يادونه وکړه، چې ډېر ژر به د کندهار په سپين بولدک، ارغستان، تخته پُل، معروف، خاکرېز، ډنډ او دامان کې د غنمو اصلاح شوى تخم ووېشي، چې په دې توګه به په دغو ولسواليو کې نه يوازې د غنمو حاصلات زيات شي، بلکې د تخم په توليد کې به هم ډېروالى راشي چې بيا به په نورو ولسواليو کې هم ورڅخه کار واخيستل شي.

دکندهاردکرنې اومالدارۍ رييس دغه رازوويل، چې په دې موده کې په دانارو د ارزونې چارې هم ترسره کړي، ترڅو د يادې شوې مېوې غوره جنس معلوم او تر لاسه شي.

نوموړي زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې يې د سوداګرۍ خونې په مرسته د بېلابېلو ولايتونو له سوداګرو سره يوه غونډه لرله، چې د کندهار د انارو ٧٧ ډولونه په کې وړاندې شول او له دې ډلې اته ډولونه انتخاب شول، چې نه يوازې د امراضو پر وړاندې يې مقاومت زيات دى، بلکې د دې وړتيا لري چې بهرنيو مارکېټونو ته صادر شي.

د کرنې رييس د نيالګو د روزنې په اړه وويل چې په دويم سل ورځني پلان کې دا هم شامل دي، چې اړوند رياست به د خپلو ١٢ هغو شنو خونو څارنه کوي چې نيالګي په کې کرل شوي دي.

هغه خبر ورکړ چې د نوي کال په پسرلي کې هغوى دا وړتيا لري چې د ښار د سرسبزۍ لپاره په زرګونو نيالګي ووېشي.

انجنير روشن د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه د زعفرانو د کښت د ترويجولو په اړه وويل ، چې د کندهار د زعفرانو د ١٥ قطعاتو لپاره يې د هرات له بابا زعفران شرکت سره د څه له پاسه شپږ زره کيلوګرامه زعفرانو قرارداد کړى.د زعفرانو کښت د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې ښه پايله ورکړې او د کوکنارو د کښت ښه بديل کېداى شي.

د کرنې رييس د مالدارۍ په برخه کې وويل ،چې په کندهار ښار او ټولو ولسواليو کې به څارويو ته واکسين ورکړل شي او دغه راز به د هغوى د ناروغيو تشخيص اوپه دې توګه به د څارويو د ناروغيو مخنيوى او ټولنې ته به کيفيت لرونکي محصولات وړاندې شي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.