کندوز (پژواک ٢ ليندۍ ٩٤): يو شمېر مدني فعالانو سيمه ييزې ادارې ته ګواښ وکړ، چې که چېرې امنيتي وضعيت همدا ډول دوام ومومي نو له ژمي وروسته به د کندوز ښار يو ځل بيا د طالبانو لاس ته وغورځيږي.
په هغه ناسته کې چې نن د "د کندوز له دفاع سره حماسه" تر نوم لاندې، په کندز کې د مدني ټولنې بنسټو د مشارکت شبکې له لوري د امنيتي ځواکونو له کړنو څخه د ستاينې په موخه تر سره شوه، په ترڅ کې يې په دغه ټکي ټينګار وشو.
يوه مدني فعال عبدالغفور هوتک وويل، چې د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نيولو او د امنيتي ځواکونو له لوري له بيرته نيولو وروسته اوس يو ځل بيا تر سترګو کېږي، چې طالبان د کندوز ښار په شا وخواو کې فعاليتونه کوي او پر دغه ښار باندې د بيا بريد کولو چمتووالى نيسي.
هغه د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه، چې اوسمهال وسلوال مخالفين له يو بل وېشل شوي او دولت د دوى د ځپلو په اړه له ځانه کوم مثبت غبرګون ونه ښود.
هوتک ګواښ وکړ: " که چېرې امنيتي وضعيت همدا ډول دوام ومومي او عمليات پيل نه شي، طالبان که چېرې تر حوت مياشتې پورې د کندوز ښار ته داخل نه شول نو ما عدام کړى."
دغه مدني فعال وايي، چې وسلوال مخالفين د کندوز ښار په شا وخوا کې د خپل راتلونکي ويجاړونکي پلان لپاره چمتووالى نيسي او همدا يې وخت دى، چې بايد له منځه يوړل شي.
د کندوز ښار په د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته وغورځېد، خو د امنيتي ځواکونو له لوري د عملياتو له تر سره کولو وروسته دغه ښار يو ځل بيا په تدريجې ډول د دولت تر کنټرول لاندې راغى.
د کندوز د ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني وويل، په داسې حال کې چې کندوز اوس هم د جګړې په اور کې سوځي، خو عمليات يوازې د دښت ارچي په ولسوالۍ روان دي.
هغه زياته کړه، اړينه وه چې د کندوز ښار په مرکز کې ټولې زيانمنې شوې سيمې پاکې او په زيانمنو سيمو کې د ملي اردو مرکزونه ځاى پر ځاى شوي وى، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم ګام نه دى پورته شوى.
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه: "موږ د پامير ٢٠ فرقه او د سپين زر د ٨٠٨ زون قومانداني څه کوو چې يوازې د ځان ښودنې لپاره کندوز ته لېږل شوي، ولې عمل نه کوي، عمليات ولې نه کوي؟ اوس چې زموږ خلک امنيت ته اړتيا لري او د طالبانو د ځپلو لپاره حساس وخت دى، که چېرې واوره ووريږي نو عمليات به ناممکن شي."
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ په دغو مراسمو کې وويل، چې د کندوز ښار د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له امله سقوط کړى و.
هغه زياته کړه: "د کندوز د سقوط په ورځ مې د عامه نظم له لوا وغوښتل چې موږ ته ځواکونه راکړى چې کندوز سقوط کوي نو هغوى راته وويل چې زموږ ځواکونه په تخار او بدخشان کې بوخت دي، ملي اردو ته مو وويل چې يو پنځوس کسان موږ ته راولېږى چې زموږ پوليس ټپيان او شهيدان شول، دوى هم وويل چې موږ کافي ځواکونه نه لرو، هماغه وه چې طالبانو د بهرنيو وسلوالو په همکارۍ سره خپل سخت او لوى بريدونه ترسره کړل."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP