ګردېز (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٤): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر چارواکي وايي چې په تېر يو کال کې په دغه زون کې ٨٢ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه دفتر چارواکو دغه څرګندونې د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د یاد دفتر د ماشومانو برخې مسوول اميد اميد وويل چې په تېر يو کال کې په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ٢٣ ماشومان وژل شوي او ٥٩ نور ټپيان شوي دي.
د اميد په وينا، دغه ماشومان د وسله والو بريدونو، د ماين چاودنو او ځانمرګي بريدونو په ترڅ کې له مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي.
هغه دا هم وويل چې په افغانستان له ماشومانو د جګړې په ډګر او په قاچاق ګټه اخیستل کېږي او ان جنسي تېري هم پرې کېږي.
اميد وويل د بېکارۍ له امله زيات شمېر کورنۍ خپل ماشومان درنو کارونو ته هڅولي او ځيني يې خيرات غوښتلو ته هم اړ کړي دي.
نوموړي زياته کړ چې د ماشومانو حقوقي ستونزو او عامه پوهاوي په برخه کې هم د دوى دفتر هلې ځلې کړې دي.
دی وايي چې د تېر يو کال په جريان کې يې د ماشومانو ٢٥ حقوقي دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
په ياده غونډه کې په پکتيا کې د ماشومانو د څار کمېسيون غړي عبدالصمد پکتين هم په دغه زون کې د ماشومانو پر ټولنيز حالت اندېښنه وښوده.
نوموړی وايي، په دغو ولايتونو کې له ماشومانو ناوړه ګټه اخيستل کېږي، درانه کارونه پرې کېږي او له نورو ستونزو سره هم مخ دي.
دی وايي د دې ستونزو د لرې کولو لپاره عامه پوهاوي ته ډېره اړتيا ليدل کېږي چې بايد ترسره شي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر ادارو په سوېل ختيځ زون کې د بشري پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
login or register a new account.