Language

په شمال کې د ښځو د اقتصادي حالت ښه کولو هڅې پيل شوې

مزارشريف (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۴): په شمال زون کې د کرنې او مالدارۍ چارو له خوا د USAID  په مالي ملاتړ د مېرمنو د اقتصادي حالت د ودې په موخه له کرنيزو لارو چارو کار اخيستل کېږي.

په همدې موخه د ليندۍ په ۲مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې روزنيز سيمينار جوړ شوی و.

په شمال کې د کرنيزو چارو له لارې د مېرمنو د اقتصادي حالت د ودې په موخه روان پروګرام د USAID له خوا د يوې پروژې په توګه پر مخ ځي چې ننني سيمينار ته يې د شمال زون له شپږو ولايتونو (بدخشان، بغلان، کندوز، سمنګان، جوزجان او بلخ) څخه د کرنې په برخه کې کارکوونکو مېرمنو برخه اخيستې وه.

سردار محمد چې د USAID په استازيتوب د سکايپ له لارې د غونډې ګډون کوونکو ته وينا کوله، وويل چې دوی د شمال زون په يادو ولايتونو کې د ښځو د هر اړخيز اقتصادي حالت د ودې په موخه په کرنيزه برخه کې کار کوي.

login or register a new account.