مزارشريف (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۴): په شمال زون کې د کرنې او مالدارۍ چارو له خوا د USAID په مالي ملاتړ د مېرمنو د اقتصادي حالت د ودې په موخه له کرنيزو لارو چارو کار اخيستل کېږي.
په همدې موخه د ليندۍ په ۲مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې روزنيز سيمينار جوړ شوی و.
په شمال کې د کرنيزو چارو له لارې د مېرمنو د اقتصادي حالت د ودې په موخه روان پروګرام د USAID له خوا د يوې پروژې په توګه پر مخ ځي چې ننني سيمينار ته يې د شمال زون له شپږو ولايتونو (بدخشان، بغلان، کندوز، سمنګان، جوزجان او بلخ) څخه د کرنې په برخه کې کارکوونکو مېرمنو برخه اخيستې وه.
سردار محمد چې د USAID په استازيتوب د سکايپ له لارې د غونډې ګډون کوونکو ته وينا کوله، وويل چې دوی د شمال زون په يادو ولايتونو کې د ښځو د هر اړخيز اقتصادي حالت د ودې په موخه په کرنيزه برخه کې کار کوي.
نوموړي زياته کړه چې دوی له مېرمنو سره د غنمو، ارزښت لرونکو نباتاتو، مالدارۍ او د کاروبار لپاره د ښو شرايطو اسانتياوو برابرولو په برخه کې کار کوي.
هغه د بېلګې په توګه د غنمو په برخه کې د کار کولو بېلګه وړاندې کړه چې له کښت، اصلاح شوو تخمونو څخه واخله تر سوداګرۍ په پورې د چارو اسانتيا رامنځ ته کوي.
سردارمحمد وويل چې د يادې پروژې له لارې په شمال زون کې د تېر يو کال په ترڅ کې ۱۴زره او ۶۰۰ کروندګر د غذايي تامين او د ښو حاصلاتو د اخيستو په برخه کې روزنه ورکړي.
همداراز ۲۰۰ کسانو ته روزنه ورکړل شوې چې له کروندګرو سره د هغوی د کرنيزو مهارتونو په لوړوالي کې مرسته وکړي.
سردارمحمد وايي چې د يادې پروژې له لارې له ۱۱۵ کمپنيو او د کرنې د برخې او کاروباريانو سره مرسته شوې ده.
مېرمن فاطمې چې له بغلان ولايت څخه په ياد سيمينار کې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې د غنمو او سبزيجاتو د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې کار کوي.
نوموړې زياته کړه چې په همدې موخه راغلي چې د يادې پروژې له لارو چارو سره اشنا شي او ګټه ترې واخيستلی شي.
د بلخ د کرنې مسوول کاتب شمس پژواک ته وويل چې د ورته پروګرامونو له لارې نه يوازې چې د مېرمنو اقتصادي حالت وده کوي، بلکې کرنه هم په بېلابېلو برخو کې پراختيا مومي.
نوموړي زياته کړه چې له دې سره په هېواد کې له شته لومړنيو امکاناتو د اقتصادي ودې په برخه کې ښه کار اخيستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










