Language

له ١٤ کاله وروسته د تګاب – اله ساى  لويه لار امنه شوې

محمودراقي (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ١٤ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د  تګاب-  اله سای ولسواليو د لويې لارې امنيت ټينګ شوى دى.

د دوى په وينا، دا لومړى ځل دى چې د دې لويې لارې امنيت په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى او اوس مهال خلک او دولتي کسان په اسانه تګ راتګ کولى شي.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې يوه اوسېدونکي احسان الله وايي چې پخوا پر دې لاره د پوليسو څو پوستې وې، خو بيا هم د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د پوليسو تر څنګ وسله والو مخالفينو هم د دې لارې په اوږدو کې پوستې او کمربندونه اچولي وو او موټر به يې تلاشي کول.

د نوموړي په وينا، د طالبانو له وېرې دولتي کارکوونکي  پر لاره تګ راتګ نه شو کولاى او کله کله به ملکي وګړي هم تر بريدونو لاندې راتلل.

خو احسان الله وايي، وروسته له هغه چې د ملي اردو ځواکونو د دې لويې لارې په اوږدو کې عمليات وکړل او پوستې يې ځاى پر ځاى کړې، نو اوس دا لاره په بشپړه توګه خوندي شوې ده.

بلخوا د اله سای ولسوالۍ د اشپي سيمې اوسېدونکی جان اغا وايي چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د هېواد په نورو برخو کې دولتي دندې لري چې د لارې د خراب امنيت له امله يې خپلو کورونو ته تګ راتګ نه شو کولى.

د نوموړي په وينا، پخوا وسله والو مخالفينو يو شمېر پوليس او د ملي اردو سرتېري پر دې لاره له موټرو ښکته کړي او وژلي وو.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې لارې په اوږدو کې چاڼيز عمليات ترسره او نوې پوستې واچول شوې، نو د لارې امنيت خوندي شوى او اوس خلک په اسانه توګه تګ راتګ کولى شي.

د اله سای ولسوالۍ يو قومي مشر ملک خيرالله وايي چې پخوا د پوليسو شمېر کم  او د وسله والو زيات و چې له امله يې پوليسو نه شوکولى چې له هغوى سره جګړه وکړي او د لارې امنيت ټينګ کړي.

هغه زياتوي چې پخوا اله ساى ولسوالۍ ته د لويې قوې په مرسته اکمالات کېدل، خو اوس په يوه موټر کې امنيتي ځواکونه کولى شي اکمالات وکړي.

login or register a new account.