منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له ١٤ کاله وروسته د تګاب – اله ساى لويه لار امنه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

محمودراقي (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ١٤ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د  تګاب-  اله سای ولسواليو د لويې لارې امنيت ټينګ شوى دى.

د دوى په وينا، دا لومړى ځل دى چې د دې لويې لارې امنيت په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى او اوس مهال خلک او دولتي کسان په اسانه تګ راتګ کولى شي.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې يوه اوسېدونکي احسان الله وايي چې پخوا پر دې لاره د پوليسو څو پوستې وې، خو بيا هم د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د پوليسو تر څنګ وسله والو مخالفينو هم د دې لارې په اوږدو کې پوستې او کمربندونه اچولي وو او موټر به يې تلاشي کول.

د نوموړي په وينا، د طالبانو له وېرې دولتي کارکوونکي  پر لاره تګ راتګ نه شو کولاى او کله کله به ملکي وګړي هم تر بريدونو لاندې راتلل.

خو احسان الله وايي، وروسته له هغه چې د ملي اردو ځواکونو د دې لويې لارې په اوږدو کې عمليات وکړل او پوستې يې ځاى پر ځاى کړې، نو اوس دا لاره په بشپړه توګه خوندي شوې ده.

بلخوا د اله سای ولسوالۍ د اشپي سيمې اوسېدونکی جان اغا وايي چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د هېواد په نورو برخو کې دولتي دندې لري چې د لارې د خراب امنيت له امله يې خپلو کورونو ته تګ راتګ نه شو کولى.

د نوموړي په وينا، پخوا وسله والو مخالفينو يو شمېر پوليس او د ملي اردو سرتېري پر دې لاره له موټرو ښکته کړي او وژلي وو.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې لارې په اوږدو کې چاڼيز عمليات ترسره او نوې پوستې واچول شوې، نو د لارې امنيت خوندي شوى او اوس خلک په اسانه توګه تګ راتګ کولى شي.

د اله سای ولسوالۍ يو قومي مشر ملک خيرالله وايي چې پخوا د پوليسو شمېر کم  او د وسله والو زيات و چې له امله يې پوليسو نه شوکولى چې له هغوى سره جګړه وکړي او د لارې امنيت ټينګ کړي.

هغه زياتوي چې پخوا اله ساى ولسوالۍ ته د لويې قوې په مرسته اکمالات کېدل، خو اوس په يوه موټر کې امنيتي ځواکونه کولى شي اکمالات وکړي.

په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان اسد اغا ساپی وايي  چې وسله والو مخالفينو پر ياده لاره حاکميت درلود، څو پلونه يې الوځولي وو او تل به يې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کول.

د هغه په وينا، په امنيتي ځواکونو کې د ناسم مديريت له امله د دې لارې امنيتي ستونزې ډېرې وې او سرتېرو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو ساپى وايي چې اوس مهال دا ستونزه هواره شوې، د دې لارې په مهمو نقطو کې پوستې فعالې شوې او وسله وال يې تېښتې ته اړ کړي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق د تګاب او اله سای د لويې لارې د امنيت ټينګښت تاييدوي او وايي چې نوموړی په خپله تګاب ولسوالۍ ته ورغلی و او ټولې مهمې نقطې يې له نږدې  کتلې دي.

د هغه په وينا، د دې لويې لارې د امنيت په موخه يې په مهمو نقطو او ساحو کې لسګونه امنيتي پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د ملي اردو تر څنګ د سيمه ييزو پوليسو هم يو شمېر پوستې فعالې شوې او اوس عام خلک او حکومتي کاروانونه په اسانه تګ راتګ کوي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه