خوست ښار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيا او خوست ملکي او نظامي چارواکي وايي چې د دولت وسله والو مخالفينو د ځپلو او د هغوی د فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې پر يوه ګډ امنيتي پلان کار کوي.
دغه څرګندونې د پکتيا او خوست واليانو او امنيتي چارواکو تېره ورځ مازديګر د خوست په دولتي مېلمستون کې يوه ګډ خبري کنفرانس ته وکړې.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا خبريالانو ته وويل، له دې امله چې د خوست او پکتيا خلک خپلو کې ډېرې اړيکې لري، نو د امنيتي ستونزو هواری د دواړو ولايتونو د چارواکو کلکې همغږۍ ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې د چارواکو تر منځ دغه همغږي به د امنيت پر لا ټينګښت سربېره د کاري اړيکو پراختيا، په سوداګريزو چارو کې د اړينو اسانتياوو رامنځته کولو او د قومونو تر منځ د ټينګ يووالي لامل وګرځي.
ارسلا وويل: ((د امنيتي ستونزو د هواري په پايله کې د ډاډمن امنيت تر څنګ د ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره مناسب او اغېزناک پروګرامونه ترسره کولای شو.))
د پکتيا والي وايي ، د دې لپاره چې د امنيت په برخه کې د شته ګواښونو مخنيوی وشي، اړينه ده چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په اړه جدي پوځي اقدامات وکړي.
د خوست والي حکم خان حبيبي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې د هر ډول ستونزو د هواري لپاره همغږي او د ګډو پروګرامونو ترسره کول ډېر مهم او اړين وبلل.
هغه وويل، که دغه ګډې ناستې او پلانونه دوام ومومي، نه يواځې د خوست او پکتيا، بلکې د هېواد د ډېرو نورو ولايتونو پر امنيتي وضعيت هم مثبت اغېز لرلی شي.
والي حبيبي وويل: ((موږ د دغو ګډو پلانونو مثبته ارزيابي کوو او ډاډ درکوو چې انشاالله زموږ مشترکې ناستې به دوام ولري او په سوېل ختيځ زون کې به د هر اړخيزو ستونزو د حل لامل وګرځي.))
که څه هم په دې وروستيو کې په سوېل ختيځ زون کې امنيت په نسبي ډول ښه شوی، خو چارواکي وايي چې لا هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
يادې خبري ناستې د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل چې د دغو ګواښونو د مخنيوي او د له منځه وړو لپاره ټول امنيتي ارګانونه پوره چمتووالی لري.
نوموړي په سرحدي سيمو کې د وسله والو مخالفينو شتون رد نه کړ، خو هغه اوازې يې ناسمې وبللې چې ګنې په خوست کې د داعش وسله والوفعاليت پيل کړی دی.
login or register a new account.