Language

پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال مرستې غواړي

ښرنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د پاکستان له شمالي او جنوبي وزيرستانه پکتيکا ولايت ته راکډه شوي کډوال له افغان حکومته په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

تېر کال د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې زرکونه کورنۍ د پکتيکا برمل او اورګون ولسوالیو ته راکډه شول.

په برمل ولسوالۍ کې د يادو کډوالو د شورا مشر مولا جان وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د کډوالو شمېر ٢٧ زرو ته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((له يوې خوا ژمی راغی، له بل پلوه موږ نه سرپناه لرو او نه هم خوراکي توکي لرو، تاسو باور وکړ چې ډيرو خلکو ځان ته له پلاستيکونو نه کورونه جوړ کړي دي.))

ده وويل چې افغان حکومت بايد له دوی سره بېړنۍ مرستې وکړي که نه يو انساني ناورين به رامنځته شي.

د هغه په وينا، د روان کال په اوږدو کې له دوى سره يو اندازه مرستې شوې دي خو کافي نه وي.

دغه راز په ارګون ولسوالۍ کې د يادو کډوالو له ډلې بهرام خان هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې کډوال بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري.

ده وويل: ((موږ ته کومکونه راغلي خو هغه کم وو، نور کومک هم بايد وشي.))

په برمل ولسوالۍ کې د مداخېلو د قوم مشر ميراث مداخېل هم پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ ته راکډه شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده هم ټينګار وکړ چې افغان حکومت بايد له دې خلکو سره اړينې مرستې وکړي تر څو له انساني ناورين څخه مخنيوی شوى وي.

خو د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست مشر احسان الله پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې له يادو کډوالو سره د لسګونه ټنه خوراکي توکو مرستې شوې دي.

هغه وايي چې ډېر ژر به د يو منظم پلان له مخې له يادو کډوالو سره نورې اړينې مرستې هم وشي.

login or register a new account.