ښرنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د پاکستان له شمالي او جنوبي وزيرستانه پکتيکا ولايت ته راکډه شوي کډوال له افغان حکومته په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
تېر کال د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې زرکونه کورنۍ د پکتيکا برمل او اورګون ولسوالیو ته راکډه شول.
په برمل ولسوالۍ کې د يادو کډوالو د شورا مشر مولا جان وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د کډوالو شمېر ٢٧ زرو ته رسېږي.
هغه زياته کړه: ((له يوې خوا ژمی راغی، له بل پلوه موږ نه سرپناه لرو او نه هم خوراکي توکي لرو، تاسو باور وکړ چې ډيرو خلکو ځان ته له پلاستيکونو نه کورونه جوړ کړي دي.))
ده وويل چې افغان حکومت بايد له دوی سره بېړنۍ مرستې وکړي که نه يو انساني ناورين به رامنځته شي.
د هغه په وينا، د روان کال په اوږدو کې له دوى سره يو اندازه مرستې شوې دي خو کافي نه وي.
دغه راز په ارګون ولسوالۍ کې د يادو کډوالو له ډلې بهرام خان هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې کډوال بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري.
ده وويل: ((موږ ته کومکونه راغلي خو هغه کم وو، نور کومک هم بايد وشي.))
په برمل ولسوالۍ کې د مداخېلو د قوم مشر ميراث مداخېل هم پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ ته راکډه شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده هم ټينګار وکړ چې افغان حکومت بايد له دې خلکو سره اړينې مرستې وکړي تر څو له انساني ناورين څخه مخنيوی شوى وي.
خو د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست مشر احسان الله پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې له يادو کډوالو سره د لسګونه ټنه خوراکي توکو مرستې شوې دي.
هغه وايي چې ډېر ژر به د يو منظم پلان له مخې له يادو کډوالو سره نورې اړينې مرستې هم وشي.
د احسان الله د معلوماتو له مخې، له دوى سره تر اوسه د پاکستان له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه را کډه شوو کډوالو شاوخوا ١٥زره کورنۍ ثبت شوې دي او د نورو د ثبتولو لړۍ هم روانه ده.
دغه راز د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل هم پژواک ته وويل چې د يو منظم پلان له مخې به له يادو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشي.
د هغه په وينا، د خوړو نړيوال سازمان ژمنه کړې چې د روان کال په اوږدو کې به د يادو کډوالو له زرکونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










