خوست ښار(پژواک،٢٢ليندۍ٩٤): د خوست ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وايي چې که د امنيتي او عايداتي ادارو ترمنځ اړينه همغږي رامنځته شي د دولتي عوايدو کچه به ډيره لوړه شي.
دغه څرګندونې د خوست د اقتصاد رييس انجينر حميد شاه د يوناما له لوري په خوست ولايت کې د دولتي عوايدو د لوړوالي په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په خوست ولايت کې د ليندۍ په ٢٣مه د يوناما يا د ملګرو ملتونو د سياسي استازي د دفتر په تخنيکي او مالي مرسته دوه ورځنى کنفرانس جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د خوست ولايت د اقتصاد، ګمرک، مستوفيت او ځينو نورو عايداتي ادارو چارواکو ګډون کړى دى.
په سوېل ختيځ زون کې د يوناما د عامه اړيکو مسوول دلاور خان دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې کنفرانس څخه يې موخه د دولت د عوايدو په لوړاوي کې د شته ستونزو د هواري لارې چارې لټول دي.
هغه وويل: ((زموږ موخه د عوايدو د لوړوالي په برخه کې د خوست ولايتي ادارې سره مرسته کول دي. هغه فرصتونه به په ګوته شي، چې د عوايدو په لواړوي کې سالمه ګټه ترې واخيستل شي.))
دغه راز د خوست د اقتصاد رييس انجينر حميد شاه د کنفرانس ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د امنيتي ارګانونو او د عايداتي ادارو ترمنځ د سالمې همغږۍ نشتون د دولتي عوايدو د ډيروالي مخه نيولې.
هغه وايي، د قانوني جواز په درلودولو سره د خصوصي شرکتونو د فعاليت، د امنيتي ارګانونو او عايداتي ادارو ترمنځ سالمه همغږي کولی شي، دولتي عوايد زيات کړي.
هغه وويل: ((د امنيتي ارګانونو او د عايداتي ادارو ترمنځ همغږي کمزورې ده، که چېرې دوی په خپل منځ کې ښه همغږي ولري، نو دا ستونزه په خپله هوارېږي.))
بل خوا د ځينو عايداتي ادارو چارواکي وايي، چې ځينې وختونه امنيتي ارګانونه او يو شمېر مرستندويه ادارې د خپلو قراردادونو او پروژو په اړه دوی ته بشپړ معلومات نه ورکوي.
د خوست په مستوفيت کې د خصوصي شرکتونو د قراردادونو د څانګې مدير نور محمد پژواک ته وويل چې دا کار د دولتي عوايدو د ضايع کيدو لوی لامل ګرځيدلی دی.
هغه وويل: ((ډېرې ادارې قرارداد ورکړي، خو موږ پرې نه خبروي چې دا کار د دولتي عوايدو د ضايع کيدو لامل ګرځي.))
login or register a new account.