محمودراقي (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا د تګاب او اله ساى ولسواليو کروندګر وايي چې سږ کال يې په خپلو کرنيزو ځمکو کې د کوکنارو پرځاى غنم کرلي دي.
تګاب او اله ساى د کاپيسا ولايت له نا امنو ولسواليو دي چې هر کال به یې کروندګرو تر ډېره کوکنار کرل.
د اړوندې موضوع په اړه د تګاب د بدراب سيمې کروندګر لعل جان د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ده په ګډون ډېرو کروندګرو سږ کال په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځاى غنم کرلي دي.
دى وايي: ((پخوا به خلکو ځکه کوکنار کرل چې ډېره ګټه به يې کوله خو اوس يې نرخ ټيټ شوى نو ځکه څوک يې نه کري.))
د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا په دغه ولايت کې يو کيلو ترياک په لس زره کلداري پلورل کېدل خو اوس يې بيه دوه زرو ته راټېټه شوې ده.
دغه راز د اله ساى ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي سيد مختار هم پژواک ته وويل چې د ترياکو بیه ټيټه شوې نو ځکه خلکو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.
هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ کې د ترياکو او وچو توتانو بيه يوه ده نو ځکه يې څوک نه کري.))
د همدې ولسوالۍ د اشپې سيمې اوسېدونکى جان الله هم وايي چې د دې ولسوالۍ ډېرو اوسېدونکو د کوکنارو پر ځاى غنم کرلي دي.
هغه وايي: ((له دې ولسوالۍ اوس د ترياکو انتقال سخت شوى دى نو ځکه يې بيه ټيټه شوې او خلک يې هم نه کري.))
دغه راز د کاپيسا د ولايتي شورا غړي عزيز الله ساپي هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په نا امنو ولسواليو کې هم د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شوې ده.
خو دی وايي چې د حکومت له لوري د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره پلي شوو پلانونو د کوکنارو د کښت کچه ټيټه کړې ده.
ده هم وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ترياکو بيه څو برابره را ټيټه شوې ده.
login or register a new account.