محمودراقي (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا د تګاب او اله ساى ولسواليو کروندګر وايي چې سږ کال يې په خپلو کرنيزو ځمکو کې د کوکنارو پرځاى غنم کرلي دي.
تګاب او اله ساى د کاپيسا ولايت له نا امنو ولسواليو دي چې هر کال به یې کروندګرو تر ډېره کوکنار کرل.
د اړوندې موضوع په اړه د تګاب د بدراب سيمې کروندګر لعل جان د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ده په ګډون ډېرو کروندګرو سږ کال په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځاى غنم کرلي دي.
دى وايي: ((پخوا به خلکو ځکه کوکنار کرل چې ډېره ګټه به يې کوله خو اوس يې نرخ ټيټ شوى نو ځکه څوک يې نه کري.))
د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا په دغه ولايت کې يو کيلو ترياک په لس زره کلداري پلورل کېدل خو اوس يې بيه دوه زرو ته راټېټه شوې ده.
دغه راز د اله ساى ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي سيد مختار هم پژواک ته وويل چې د ترياکو بیه ټيټه شوې نو ځکه خلکو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.
هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ کې د ترياکو او وچو توتانو بيه يوه ده نو ځکه يې څوک نه کري.))
د همدې ولسوالۍ د اشپې سيمې اوسېدونکى جان الله هم وايي چې د دې ولسوالۍ ډېرو اوسېدونکو د کوکنارو پر ځاى غنم کرلي دي.
هغه وايي: ((له دې ولسوالۍ اوس د ترياکو انتقال سخت شوى دى نو ځکه يې بيه ټيټه شوې او خلک يې هم نه کري.))
دغه راز د کاپيسا د ولايتي شورا غړي عزيز الله ساپي هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په نا امنو ولسواليو کې هم د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شوې ده.
خو دی وايي چې د حکومت له لوري د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره پلي شوو پلانونو د کوکنارو د کښت کچه ټيټه کړې ده.
ده هم وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ترياکو بيه څو برابره را ټيټه شوې ده.
دغه راز د کاپيسا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالعليم عيار پژواک ته وويل چې سږ کال په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د کوکنارو د کښت کچه ټيته شوې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ بزګرانو ته وويل که چېرې تاسو په خپلو ځمکو کې کوکنار ونه کرئ نو موږ به ستاسو په خوښه ستاسو په سيمو کې رغنيزې پروژې پلې کړو نو هماغه ده چې اوس ډېرو کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي.))
د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د ترياکو په توليد کې ٤٨ سلنه کموالى راغلى دى.
د هغوى په وينا، سږ کال ٣٣٠٠ ټنه ترياک توليد شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ٦٤٠٠ ټنو ته رسېده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










