Language

د پکتيا له کثير الرشتوي انسټيټيوټ څخه سلګونه تنه فارغ شول

ګردېز(پژواک،٢٣ليندۍ٩٤): د پکتيا ولايت دکثير الرشتوي انسټيټيوټ له بېلابېلو څانګو څخه څه باندې پنځه سوه کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په همدې اړه دګردېز ښار دجرګو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه ،چې دولتي چارواکو،محصلينو او نورو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

دياد انسټيټيوټ مشر ظاهرشاه جوړې شوې غوڼډې ته وويل چې له دې انسټيټيوټ  څخه نن ٥٣٠ تنه د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

هغه وايي چې يادو زده کوونکو د اقتصاد،انجنيري،ادارې،کمپيوټر ساينس، برېښنا او ځينو نورو برخو کې دوه کلنې زده کړې کړې دي.

نوموړی وايي اوس مهال شاوخوا زر تنه نور هم په يادو څانګو کې تر زده کړو لاندې دي او په راتلونکي کال کې به نور کسان هم جذب کړي.

ظاهرشاه وويل ،چې په ياد انسټيټيوټ کې د عملي کار د وسايلو دکمښت سره هم مخ دي ،چې بايد د ولايت چارواکي ورته پاملرنه وکړي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ددې کسانو په فارغېدو خوښي وښوده او وېې ويل هڅه به وکړي د يادې ادارې لپاره امکانات برابر کړي.

نوموړي وويل دفارغ شويو کسانو لپاره به سالمې بوختياوې هم پيدا کوي تر څو په عملي ډول له خپلو زده کړو ګټه پورته کړي.

د ياد انسټيټيوټ د کمپيوټر ساينس له څانګې څخه نوي فارغ شوي بسم الله منګل پژواک ته وويل : (( موږ غواړو خپلو زده کړو ته نوره هم ادامه ورکړو او دليسانس په کچه زده کړې وکړو.))

هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې نويو فارغ شويو کسانو ته د کار زمينه برابر کړي.

د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم وويل د پوهنې رياست په پام کې لري چې د راتلونکي کال لپاره ٥٥٠ نوي بستونه اعلان کړي.

هغه زياته کړه : (( دغه نوي فارغ شوي کسان کولى شي يادو بستونو لپاره په مرکز او ولسواليو کې ځانونه کانديد کړي.))

login or register a new account.

Related Topics