Language

د پکتیکا تر ۵۰زره زده کوونکي له زده کړو محروم دي

ښرنه (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د پوهنې بهير له ځينو ستونزو سره مخ دى چې له امله يې د پنځوس زرو په شاوخوا کې زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د دغه ولايت د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي امېل الدين ګيانخېل د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله د پوهنې رياست کار کوونکي دې ولسوالۍ ته نه شي ورتلاى نو ځکه يې د پوهنې بهير ټکنى شوى دى.

خو هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي فعال دي او طالبان يې له چارو څارنه کوي.

ده وويل: ((د دې سيمې له يو شمېر ښوونځيو څخه وسله وال طالبان څارنه کوي او هغه ښوونکي چې خپلو دندو ته حاضر نه شي، معاش ترې ګرځول کېږي او بيا د همدغه ښوونځي پر زده کوونکو وېشل کېږي.))

د امېل الدين په وينا، په دې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او درسي توکي د کال په وروستې برخه کې زده کوونکو ته رسېږي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير ټکنی دى.

ده د بېلګي په توګه وويل چې د يو شمېر ښوونکو مياشتنۍ تنخواوې د پوهنې رياست له لوري نه دې ورکړل شوط نو ځکه استادان هم درس ورکولو ته نه حاضرېږي.

ده وويل چې يو شمېر کسان د ښوونکي په نوم تنخواوې ترلاسه کوي خو ښوونځيو کې زده کوونکو ته درس ورکوونکي څوک شتون نه لري.

د رحمت الله په وينا، د نا امنيو له امله د پوهنې رياست چارواکي دې ولسوالۍ ته نه شي ورتلاى نو ځکه د اداري فساد کچه هم په کې لوړه ده.

د همدغه ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي ګل ميران پژواک ته وويل چې څو کاله وړاندې د دريو خويندو په نوم يو ښوونځی په دې ولسوالۍ کې جوړ شوی دى.

هغه وايي چې د کلونو په تېرېدو سره دغه ښوونځی نه زده کوونکي او نه ښوونکي لري خو يو شمېر کسان د همدغه ښوونځي د استادانو په نوم تنخواوې اخلي.

دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي مدبر افغان پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست له لوري زده کوونکو ته پر وخت درسي توکي نه رسول کېږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.