منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا تر ۵۰زره زده کوونکي له زده کړو محروم دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د پوهنې بهير له ځينو ستونزو سره مخ دى چې له امله يې د پنځوس زرو په شاوخوا کې زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د دغه ولايت د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي امېل الدين ګيانخېل د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله د پوهنې رياست کار کوونکي دې ولسوالۍ ته نه شي ورتلاى نو ځکه يې د پوهنې بهير ټکنى شوى دى.

خو هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي فعال دي او طالبان يې له چارو څارنه کوي.

ده وويل: ((د دې سيمې له يو شمېر ښوونځيو څخه وسله وال طالبان څارنه کوي او هغه ښوونکي چې خپلو دندو ته حاضر نه شي، معاش ترې ګرځول کېږي او بيا د همدغه ښوونځي پر زده کوونکو وېشل کېږي.))

د امېل الدين په وينا، په دې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او درسي توکي د کال په وروستې برخه کې زده کوونکو ته رسېږي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير ټکنی دى.

ده د بېلګي په توګه وويل چې د يو شمېر ښوونکو مياشتنۍ تنخواوې د پوهنې رياست له لوري نه دې ورکړل شوط نو ځکه استادان هم درس ورکولو ته نه حاضرېږي.

ده وويل چې يو شمېر کسان د ښوونکي په نوم تنخواوې ترلاسه کوي خو ښوونځيو کې زده کوونکو ته درس ورکوونکي څوک شتون نه لري.

د رحمت الله په وينا، د نا امنيو له امله د پوهنې رياست چارواکي دې ولسوالۍ ته نه شي ورتلاى نو ځکه د اداري فساد کچه هم په کې لوړه ده.

د همدغه ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي ګل ميران پژواک ته وويل چې څو کاله وړاندې د دريو خويندو په نوم يو ښوونځی په دې ولسوالۍ کې جوړ شوی دى.

هغه وايي چې د کلونو په تېرېدو سره دغه ښوونځی نه زده کوونکي او نه ښوونکي لري خو يو شمېر کسان د همدغه ښوونځي د استادانو په نوم تنخواوې اخلي.

دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي مدبر افغان پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست له لوري زده کوونکو ته پر وخت درسي توکي نه رسول کېږي.

هغه زياته کړه: ((ټول زده کوونکي مجبور دي چې نوټ واخلي نو سم درس نه شي يادولاى.))

د خوشامند ولسوالۍ ګواشتې سيمې اوسېدونکي محبت پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځى شتون نه لري.

ده وويل: ((د دې سيمې خلک نه مکتب پېژني او نه يې هم کوم ماشوم چېرته زده کړې کوي.))

محبت وايي چې په دې ولسوالۍ کې زرګونه ماشومان د زده کړو له نعمت څخه بې برخې پاتې دي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي نواب وزير پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي له پولې هاخوا د ګاونډي هېواد پاکستان په ښوونځيو کې زده کړې کوي.

هغه وويل: ((که په انګور اډه کې د افغان حکومت له لوري د زده کړو اسانتياوې برابرې شي موږ حاضر يو خپل بچيان په دې ښوونځيو کې شامل کړو.))

په پکتيکا ولايت کې د چارو شنونکي محمدعمر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې لپاره اړين کارونه نه دي ترسره شوي.

هغه زياته کړه: ((د دغه ولايت په لرو پرتو ولسواليو کې د پوهنې بهير په ټپه ولاړ دى خو هغه کسان چې په دې برخه کې غږ پورته کولاى شي له اړوندو چارواکو سره معاملې لري نو ځکه خپل غږ نه پورته کوي.))

د پکتيکا ولايت د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب خان منظور پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د جوړونې چارې هم نيمګړې پاتې دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې په مرکز ښرنه کې د علي بابا په نوم د يوې لېسې د جوړونې چارې پيل شوې خو له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې چارې د نا معلومو دلايلو له مخې په ټپه ولاړې دي.

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د پوهنې بهير ته اړينه پاملرنه وکړي.

په پکتيکا کې ديني عالم مولوي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د علم زده کړه پر ټولو فرض ده نو حکومت بايد دې برخې ته اړينه پاملرنه وکړي.

ده وويل: ((پخوا د مکتب او مدرسې تر منځ ځيني تضادونه موجود وو، خو اوس هغه له منځه تللي او اوس ټولو له زده کړې سره مينه پيدا کړې.))

په ګيان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان د نوم د نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې طالبان له ښوونځيو، زده کوونکو او ښوونکو سره کومه ستونزه نه لري.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې زموږ طالبان د پوهنې له بهيره څارنه کوي او د ستونزو د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.))

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله ببري پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې پراخ اداري فساد شتون لري.

ده هم وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د ښوونکو په نوم تنخواوې اخيستل کېږي خو زده کوونکو ته زده کړې نه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: ((په دغه ولايت کې يو شمېر موسسو هم فساد جوړ کړى دى هغو کسانو ته يې د سواد د زده کړې کورسونه جوړ کړي چې دوه درې زده کوونکي هم نه لري.))

خو د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د پوهنې بهير ګړندی روان دى.

خو هغه ومنله چې د نا امنيو له امله د پوهنې رياست چارواکي او نور کارکوونکي ځينو ولسواليو ته د پوهنې بهير د څارنې په موخه نه شي ورتللاى.

د ځاځي د معلوماتو له مخې، په دې ولسواليو کې وازېخوا، وړ ممۍ، تروې، ګومل، ګيان او نکه شامل دي.

هغه وايي چې د يادو ولسواليو په ډېرو برخو کې زده کوونکو ته په کليوالي ټولګيو او يا هم په جوماتونو کې زده کړې ورکول کېږي.

د ځاځي په وينا، په تېرو ١٤کلونو کې په يادو ولسواليو کې د ښوونځي لپاره د بنسټ کومه ډبره هم نه ده ايښودل شوې.

ده وويل: ((موږ د ښوونکي په نوم بل هيچا ته معاش نه ورکوو، موږ خپلو ټولو استادانو ته د بانک له لارې معاش ورکوو نو هېڅوک نه شي کولاى چې د ښوونکي په نوم تنخوا واخلي او بله دا چې موږ نا امنو سيمو کې رسيمي استادان نه لرو.))

ځاځى وايي چې يواځې په پکتيکا کې نه بلکې په ټول هيواد کې زده کوونکو ته درسې مواد په لږ ځنډ رسيدلي دي.

ده د پکتيکا له اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې د ښې راتلونکې په موخه د پوهنې له بهير سره اړينې مرستې وکړي.

پکتيکا د افغانستان د سرحدي ولايتونو له ډلې دى چې د مرکز ښرنې تر څنګ ١٧ ولسوالۍ لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه