واشنګټن ( پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د امريکا د دفاع وزارت په خپل يوه راپور کې ويلي چې د افغانستان امنيتي وضعيت په وروستيو مياشتو کې خراب شوى دى.
د امريکا دفاع وزارت دغه څرګندونې په خپل هغه شپږ مياشتني راپور کې کړي چې په دې وروستيو کې يې کانګرېس ته لېږلى دى.
په راپور کې راغلي چې د ٢٠١٥ کال د وروستيو شپـږو مياشتو پر مهال د افغانستان امنيت خراب او د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه موده کې د نښتو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې چې د ٢٠١٥ کال د جون د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د نوامبر تر ٣٠مې پورې پېښې ثبت شوي، راغلي چې وسله والو مخالفينو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې، خو افغان ځواکونه هم پر دې توانيدلېږي چې له خپلو سيمو څخه دفاع وکړي.
سرچينې ويلي چې افغان ځواکونه د طالبانو د ډېرو پرمختګونو مخه هم نيولې ده.
خو په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو په هلمند، لوګر، ميدان وردګ او ځينو ختيځو ولايتونوکې اوس هم خپلې سيمې تر واک لاندې ساتلې او د کندوز په څېر ځينو سيمو کې يې د لنډمهال لپاره نا امنۍ رامنځته کړې وې.
په راپور کې د افغان دفاعي ځواکونو ستاينه شوې، چې خپله وړتيا يې ساتلې او له جګړه ييز موسم څخه په برياليتوب سره وتلي دي.
دامريکا ددفاع وزارت په راپور کې راغلي چې طالبان خپلو مقاومتونو او جګړو ته د کال په وروستۍ برخه کې هم ادامه ورکړې.
په راپور کې زياته شوې چې د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني د طالبانو د مشر ملا منصور د مرستيال په توګه ټاکل کېدل د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل کېداى شي.
د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعش فعاليتونه افغان حکومت، طالبانو او د سيمې د اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ دي.
په دغه راپور کې د ګډې پولې په دواړو غاړو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د افغان او پاکستان حکومتونو تر منځ همکاري ا ړينه بلل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن