تالقان (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): په تخار ولايت کې پوليسو څه کم څلور سوه کيلوګرامه ترياک او هيرويين ترلاسه کړي او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نيولي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولايت پوليسو ٣٧٠ کيلوګرامه هيرويين او ٢٢ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.
ده وويل چې د يادو نشه يې توکو د قاچاق په تړاو پنځه تنه نيول شوي هم دي.
هغه وايي چې په نيول شوو کې يو د تخار، دوه يې د لوګر او دوه نور د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي.
د اسير په وينا، دغو کسانو ياد توکي په دوو موټرو کې بار کړي وو او له بدخشان ولايته کابل ته لېږدول چې د تخار د پوليسو له لوري ونيول شول.
خو په تخار ولايت کې د مدني تولنې غړي عرفان بزګر پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې امنيتي ځواکونه پر دې نه دي توانېدلي چې د نشه يې توکو لوى قاچاق وړونکي ونيسي.
هغه زياته کړه: ((زموږ امنيتي ځواکونه يواځې دا واړه قاچاق وړونکي چې له لويو قاچاق وړونکو سره کمېشن کاري کوي نيسي.))
ده وويل تر هغه چې د نشه يې توکو لوى قاچاق وړونکي نه وي نيول شوي په هېواد کې به د نشه يې توکو د کر او قاچاق مخه ونه نيول شي.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت امنيتي ځواکونو د روان کال له پيله ٦٠ قاچاق وړونکي نيولي دي.
login or register a new account.