کندهار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې يوه پلاوي پر کندهار هوايي ډګر د ډله ييز بريد پېښه وڅېړله او خپل لومړني معلومات يې له خبريالانو سره شريک کړل.
دغه شپږ کسيز پلاوى د مشرانو جرګې د مرستيال محمد عالم ايزديار په مشرۍ راغلى او دغلته يې د پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ تر څنګ د پېښې د څېړنې په موخه د قربانيانو له کورنيو، د کندهار هوايي ډګر د بلاکونو له اوسېدونکو، د ولايتي ادارې له مسوولينواو د بېلابېلو امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره وليدل.
د پلاوي مشر محمد عالم ايزديار پژواک خبري اژانس ته وويل، د جرګې د عمومي غونډې د پرېکړې پر بنسټ يې کندهار ته سفر کړى، څو د هوايي ډګر پېښه په دقيقه توګه وڅېړل شي او په راتلونکې کې د دغسې پېښو مخنيوى وشي.
هغه زياته کړه، د دغه بريد تر ټولو عمده لامل د هوايي ډګر بازار دى چې ملکيتونه يې په ناقانونه توګه خلکو ته ورکړل شوي او وسله والو مخالفينو ورڅخه د خپل بريد لپاره استفاده کړې ده.
د ده په خبره، د هغوى څېړنې ښيي چې دغه بريد له ډېره وخته پلان شوى او کوم ناڅاپي کار نه وو، ځکه وسله والو په دې جګړه کې پنځه راکټ انداز، ٩ ميله کلاشنکوف او لاسي بمونه کارولي دي.
د دې تر څنګ هغه يادونه وکړه چې د هوايي ډګر په قره ول کې د امنيت ساتنې دندې واک له يوه ارګان سره نه و، بلکې په هوايي ډګر کې دننه د قول اردو تر څنګ د ملي پوليسو، عامه نظم او سرحدي پوليسو زونونه هم موجود دي.
د نوموړي په وينا، د قول اردو قومندان ورته ويلي چې ځينې امنيتي سرتېري يې نيولي چې له وسله والو بريد کوونکو سره د همکارۍ شک پرې کېږي.
ده وويل، په پلټنو کې دا هم معلومه شوې چې وسله وال په دوو موټرونو کې هوايي ډګر ته بېول شوي چې د دې موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي.
ايزديار زياته کړه، د پلاوي ډېر تمرکز پر دې دى چې شته نيمګړتياوې او د ضعف ټکي په ګوته شي او هغه مسوولين مجازات شي چې غفلت يې کړى، څو په راتلونکي کې د دغسې بريدونو مخنيوى وشي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د هغوى څېړنه لا هم روانه ده چې تر نهايي کېدو وروسته به يې پايلې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي او له رسنيو سره به يې هم شريکې کړي.
څو ورځې وړاندې د يادې شوې پېښې د څېړلو په موخه د ولسي جرګې يو پلاوى هم کندهار ته راغلى و.
د پلاوي مشري د ولسي جرګې غړي عبدالحي اخندازه کوله چې د ده تر څنګ په کې د ولسي جرګې نور غړي عطاءالله حبيب، زاهد الماس او شکريه عيسى خېل هم شامل وو.
login or register a new account.