کندهار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې يوه پلاوي پر کندهار هوايي ډګر د ډله ييز بريد پېښه وڅېړله او خپل لومړني معلومات يې له خبريالانو سره شريک کړل.
دغه شپږ کسيز پلاوى د مشرانو جرګې د مرستيال محمد عالم ايزديار په مشرۍ راغلى او دغلته يې د پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ تر څنګ د پېښې د څېړنې په موخه د قربانيانو له کورنيو، د کندهار هوايي ډګر د بلاکونو له اوسېدونکو، د ولايتي ادارې له مسوولينواو د بېلابېلو امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره وليدل.
د پلاوي مشر محمد عالم ايزديار پژواک خبري اژانس ته وويل، د جرګې د عمومي غونډې د پرېکړې پر بنسټ يې کندهار ته سفر کړى، څو د هوايي ډګر پېښه په دقيقه توګه وڅېړل شي او په راتلونکې کې د دغسې پېښو مخنيوى وشي.
هغه زياته کړه، د دغه بريد تر ټولو عمده لامل د هوايي ډګر بازار دى چې ملکيتونه يې په ناقانونه توګه خلکو ته ورکړل شوي او وسله والو مخالفينو ورڅخه د خپل بريد لپاره استفاده کړې ده.
د ده په خبره، د هغوى څېړنې ښيي چې دغه بريد له ډېره وخته پلان شوى او کوم ناڅاپي کار نه وو، ځکه وسله والو په دې جګړه کې پنځه راکټ انداز، ٩ ميله کلاشنکوف او لاسي بمونه کارولي دي.
د دې تر څنګ هغه يادونه وکړه چې د هوايي ډګر په قره ول کې د امنيت ساتنې دندې واک له يوه ارګان سره نه و، بلکې په هوايي ډګر کې دننه د قول اردو تر څنګ د ملي پوليسو، عامه نظم او سرحدي پوليسو زونونه هم موجود دي.
د نوموړي په وينا، د قول اردو قومندان ورته ويلي چې ځينې امنيتي سرتېري يې نيولي چې له وسله والو بريد کوونکو سره د همکارۍ شک پرې کېږي.
ده وويل، په پلټنو کې دا هم معلومه شوې چې وسله وال په دوو موټرونو کې هوايي ډګر ته بېول شوي چې د دې موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي.
ايزديار زياته کړه، د پلاوي ډېر تمرکز پر دې دى چې شته نيمګړتياوې او د ضعف ټکي په ګوته شي او هغه مسوولين مجازات شي چې غفلت يې کړى، څو په راتلونکي کې د دغسې بريدونو مخنيوى وشي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د هغوى څېړنه لا هم روانه ده چې تر نهايي کېدو وروسته به يې پايلې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي او له رسنيو سره به يې هم شريکې کړي.
څو ورځې وړاندې د يادې شوې پېښې د څېړلو په موخه د ولسي جرګې يو پلاوى هم کندهار ته راغلى و.
د پلاوي مشري د ولسي جرګې غړي عبدالحي اخندازه کوله چې د ده تر څنګ په کې د ولسي جرګې نور غړي عطاءالله حبيب، زاهد الماس او شکريه عيسى خېل هم شامل وو.
دغه پلاوي هم د خپلو څېړنو په پايله کې ويلي وو چې د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالي، غفلت او په کندهار هوايي ډګر کې د بازار او شرکتونو ناقانونه فعاليت د وسله والو مخالفينو بريد ته زمينه برابره کړې ده.
د کندهار پر هوايي ډګر د ليندۍ په ١٧مه د ماښام په شاوخوا شپږ بجې د شاوخوا ١٠ وسله والو له خوا بريد وشو او ٢٠ ساعته يې جګړه وکړه.
دغو وسله وال د هوايي ډګر اړوند د ملکي ترمينل او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ تر منځ پر درېيو ساحو (د ښوونځي په يوې ودانۍ، د ملکي وګړو د استوګنې په بلاکونو او بازار) کې پټ شوي وو او له هماغه ځايه يې انداختونه کول.
د دغه ډله ييز بريد په پايله کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون تر ٥٠ ډېر عام وګړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول او شاوخوا ٣٥ نور ټپيان شول.
دغه راز په دې بريد کې د ملکي خلکو ٣٥ دوکانونه، ١٥ کورونه، يو ښوونځى او شاوخوا ١٥ بېلابېل موټرونه هم ويجاړ او زيانمن شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










