خوست ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د خوست د مرکز اړوند د کونډيو په سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د وسله والې شخړې په پايله کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې پېښه تېر ماخوستن د تره د زامنو تر منځ د ځينو کورنيو مسايلو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې لومړى لفظي شخړه شوې او بيا يې پر يو او بل ډزې کړې دي.
د هغه په وينا، په دې شخړه کې د يوې کورنۍ يوه ښځه او يو ماشوم او د هغې بلې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
قوماندان غيرت زياته کړه چې نن سهار وختي پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي، خو د دواړو کورنيو نارينه تښتېدلي او پوليس يې د نيولو هڅې کوي.
د سيمې يو اوسېدونکي خيال محمد هم پژواک اژانس ته وويل چې پېښه د کورنيو ستونزو پر بنسټ رامنځته شوې، خو دا چې پېښه څنګه شوې، په دې اړه معلومات نه لري.
هغه وويل، سهار وختي پوليس راغلل او ځيني کسان يې د څېړنو لپاره له ځان سره بوتلل او د وژل شوو ماشومانو او ښځې د جنازې مراسم د کليوالو له لوري ترسره کېږي.
login or register a new account.