Language

د بلخ هنرمندان : حکومت زموږ د هنر پرمختګ ته پام نه کوي

مزارشريف (پژواک، ۵ مرغومى ۹۴): د بلخ ولايت هنرمندان وايي چې دولت يې چارو ته پاملرنه نه کوي او د هنر د پرمختګ په برخه کې يې ورسره د ياد وړ مرسته نه ده کړې.

خو دولتي چارواکي وايي، چې دوی اسانتياوې برابرې کړي خو هنرونه د ځينو ټولنيزو ستونزو له امله له پرمختګه پاتې دي.

هنرمندان وايي، چې هنرونه د ټولنې د خلکو د فکري ودې لپاره له ټولو ښه لاره ده.

دغه څرګندونې د بلخ ولايت بېلا بېلو هنرمندانو په مزارشريف ښار کې د ځينو هنرونو د بېلګو په نندارتون کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په دغه نندارتون کې، چې د ليندۍ په ۵ مه، په مزارشريف ښار کې د تيبيان فرهنګي مرکز له خوا جوړ شوی و، د بلخ د لسګونو هنرمندانو د خطاطۍ،انځورګرۍ، تصوير او لاسي کارونو لسګونه هنري بېلګې نندارې ته وړاندې شوې وې.

د بلخ ولايت اوسېدونکي خطاط او انځورګر روح الله رحيمي، چې په ياد نندارتون کې يې اته تابلوګانې نندارې ته ايښې وې، پژواک ته وويل، چې ورته نندارې د هنر له لارې د مثبت پيغام رسونې ښه لاره ده.

نوموړي زياته کړه، چې دی خطاط او انځورګر دی؛ خو موده وشوه  چې دغه هنر باندې يې ګوتې نه دي تاو کړي.

هغه وايي: ((نور نو ستړي شوي يوو، دغه ډول نندارتون ته خلک راشي، ډېر ښه ډېر ښه راته ووايي؛ مبارکي راته وايي؛ نور نو د حکومت له خوا کومه ځانګړې مرسته او پاملرنه  نه ده شوې.))

رحيمي زياته کړه، هنرونه د ټولنې د مثبت پيغام د رسونې ښه لاره ده  چې له امله يې په ټولنه کې د مذهب، قوم، ژبې او سمت په نامه لروالی له منځه ځي.

login or register a new account.

Related Topics