مزارشريف (پژواک، ۵ مرغومى ۹۴): د بلخ ولايت هنرمندان وايي چې دولت يې چارو ته پاملرنه نه کوي او د هنر د پرمختګ په برخه کې يې ورسره د ياد وړ مرسته نه ده کړې.
خو دولتي چارواکي وايي، چې دوی اسانتياوې برابرې کړي خو هنرونه د ځينو ټولنيزو ستونزو له امله له پرمختګه پاتې دي.
هنرمندان وايي، چې هنرونه د ټولنې د خلکو د فکري ودې لپاره له ټولو ښه لاره ده.
دغه څرګندونې د بلخ ولايت بېلا بېلو هنرمندانو په مزارشريف ښار کې د ځينو هنرونو د بېلګو په نندارتون کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
په دغه نندارتون کې، چې د ليندۍ په ۵ مه، په مزارشريف ښار کې د تيبيان فرهنګي مرکز له خوا جوړ شوی و، د بلخ د لسګونو هنرمندانو د خطاطۍ،انځورګرۍ، تصوير او لاسي کارونو لسګونه هنري بېلګې نندارې ته وړاندې شوې وې.
د بلخ ولايت اوسېدونکي خطاط او انځورګر روح الله رحيمي، چې په ياد نندارتون کې يې اته تابلوګانې نندارې ته ايښې وې، پژواک ته وويل، چې ورته نندارې د هنر له لارې د مثبت پيغام رسونې ښه لاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې دی خطاط او انځورګر دی؛ خو موده وشوه چې دغه هنر باندې يې ګوتې نه دي تاو کړي.
هغه وايي: ((نور نو ستړي شوي يوو، دغه ډول نندارتون ته خلک راشي، ډېر ښه ډېر ښه راته ووايي؛ مبارکي راته وايي؛ نور نو د حکومت له خوا کومه ځانګړې مرسته او پاملرنه نه ده شوې.))
رحيمي زياته کړه، هنرونه د ټولنې د مثبت پيغام د رسونې ښه لاره ده چې له امله يې په ټولنه کې د مذهب، قوم، ژبې او سمت په نامه لروالی له منځه ځي.
د بلخ پوهنتون د هنرونو پوهنځي محصل محمد سلطاني وويل، چې د هنر په ارزښت د پوهېدو له امله يې زړه ښه کړی، چې په دغه برخه کې لوړې زده کړې ولري.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې د حکومت له لوري د هنرونو د لا پنځونې په برخه کې کومه ځانګړې کړنه نه ده ليدلې.
د هغه په وينا، په هېواد کې هنر ته يواځې د ازادو هنري ټولنو له لارې يو څه خدمت شوی دی.
په مزارشريف ښار کې د ننني نندارتون تنظيمونکي سيدمحمد موسوي پژواک ته وويل، چې په ياد نندارتون کې د بلخ د ۹۰ هنرمندانو ۲۱۰هنري بېلګې نندارې ته وړاندې شوې.
نوموړي زياته کړه، له ياد نندارتون څخه يې موخه شيعه او سنيانو ته د لا نږدې کېدو په موخه د مثبت ټولنيز او مذهبي پيغامونو لېږد دی.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د ورته کړنو له لارې په عامو خلکو د هنر په مرسته د ورورګلوۍ پيغام ورسوي.
موسوي هم وويل، چې په بلخ کې د هنرمندانو کړنو ته د حکومت له خوا ځانګړی پام نه کېږي او همدا لامل دی چې ډېری هنرمندانو خپل هنر ته شا کړې ده.
خو د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وويل، دا مني چې حکومت په ځينو برخو کې مسوول دی؛ خو بنسټيزه ستونزه په ټولنه کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د هنر پالنې کمرنګي ده.
نوموړي زياته کړه، چې په مزارشريف کې د هنرونو د بېلګو نننۍ ننداره د حکومت د اسانتياوو ښه بېلګه ده؛ خو د افغانستان حالت له داسې مالي بحران سره مخ دي، چې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د هنري بېلګو د اخيستو لپاره بيه نه شي پرېکولی.
د هغه په وينا، په افغانستان کې لا د کتاب د پلور فرهنګ نه دی عام شوی نو دې ته لا وخت شته چې د تابلو اخيستلو ته دې خلک زړه ښه کړي .
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










