Language

د غزني د ځینو سیمو خلک لا هم پر دودیز طبابت باور لري

غزني (پژواک، ٥ مرغومی ۹۴): د غزني ولايت په لرو پرتو سيمو کې اوس هم يو شمېر خلک د خپلو ناروغانو درملنه د کليوالي طبابت پر بنسټ کوي چې يو شمېر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني د ده یک ولسوالۍ د ټپور سیمې اوسېدونکي نعیم الله د مرغومې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې اوس هم ډېرى خلک د عصري طبابت پر ځاى د دوديز طبابت پر بنسټ د خپلو ناروغانو درملنه کوي.

هغه زياته کړه: "د دردونو پر مهال اوس هم خلک کدو وهي، د وينې ايستلو لپاره ښکر کاروي او د زېږېدنې پر مهال ښځو ته اوبه او يا هم بل شى تودوي."

نعیم الله وايي چې سیمه يې له روغتیايې مرکز څخه لرې ده او کليوال يې اوس هم پر عصري درملو باور نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا دوديز طبابت د سپين ږيرو، زړو ښځو او يا هم د کلي د سلمان له لوري ترسره کېږي.

ده وويل: "ما خپل مخ په چړې وواهه تر څو بېکاره وينه ترې تويه شي او مخ مې ښکلی شي خو اوس مې مخ کې داغ دى."

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د غزني د لرو پرتو ولسواليو له ډلې ده او روغتيايي مرکز هم په کې نشته.

دى وايي: "خلک مجبور دي چې د ناروغ درملنې لپاره په ساعتونو مزل وکړي نو ځکه ډېرى خلک هماغه دوديز طبابت ته مخه کوي او خپل ناروغ ښار ته نه وړي."

ده وويل چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې په کور کې ماشوم پيدا نه شو، نو په دې اړه يې د کلي له سلمان سره مشوره وکړه.

هغه وايي: "خليفه راته وويل چې ستا د ښځې وينه خرابه ده بايد و ايستل شي."

ده وويل چې خپله ښځه يې د وينې ايستلو لپاره درې ورځې د کلي سلمان ته بوتله او هغه ترې ښه ډېره وينه و ايستله خو سره له هغه يې هم په کور کې ماشوم پيدا نه شو.

دى وايي چې اوس يې مېرمنه له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده.

login or register a new account.