غزني (پژواک، ٥ مرغومی ۹۴): د غزني ولايت په لرو پرتو سيمو کې اوس هم يو شمېر خلک د خپلو ناروغانو درملنه د کليوالي طبابت پر بنسټ کوي چې يو شمېر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني د ده یک ولسوالۍ د ټپور سیمې اوسېدونکي نعیم الله د مرغومې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې اوس هم ډېرى خلک د عصري طبابت پر ځاى د دوديز طبابت پر بنسټ د خپلو ناروغانو درملنه کوي.
هغه زياته کړه: "د دردونو پر مهال اوس هم خلک کدو وهي، د وينې ايستلو لپاره ښکر کاروي او د زېږېدنې پر مهال ښځو ته اوبه او يا هم بل شى تودوي."
نعیم الله وايي چې سیمه يې له روغتیايې مرکز څخه لرې ده او کليوال يې اوس هم پر عصري درملو باور نه لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا دوديز طبابت د سپين ږيرو، زړو ښځو او يا هم د کلي د سلمان له لوري ترسره کېږي.
ده وويل: "ما خپل مخ په چړې وواهه تر څو بېکاره وينه ترې تويه شي او مخ مې ښکلی شي خو اوس مې مخ کې داغ دى."
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د غزني د لرو پرتو ولسواليو له ډلې ده او روغتيايي مرکز هم په کې نشته.
دى وايي: "خلک مجبور دي چې د ناروغ درملنې لپاره په ساعتونو مزل وکړي نو ځکه ډېرى خلک هماغه دوديز طبابت ته مخه کوي او خپل ناروغ ښار ته نه وړي."
ده وويل چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې په کور کې ماشوم پيدا نه شو، نو په دې اړه يې د کلي له سلمان سره مشوره وکړه.
هغه وايي: "خليفه راته وويل چې ستا د ښځې وينه خرابه ده بايد و ايستل شي."
ده وويل چې خپله ښځه يې د وينې ايستلو لپاره درې ورځې د کلي سلمان ته بوتله او هغه ترې ښه ډېره وينه و ايستله خو سره له هغه يې هم په کور کې ماشوم پيدا نه شو.
دى وايي چې اوس يې مېرمنه له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي محمدګل پژواک ته وويل چې له شلو کلونو راهيسې خلک خپل ناروغان د درملنې په موخه د ده مور ته راولي.
هغه وايي: "تر اوسه هېچا ته مشکل نه دى پيدا شوى، خلک زما له مور نه ډېر خوشحاله دي."
دی وايې چې له مور سره یې هېڅ ډول درمل نشته خو له مېرمنو سره ځيني داسې حرکتونه ترسره کوي چې د زېږون پر مهال له ډېرو ستونزو سره نه مخ کېږي.
خو د همدې سيمې بل اوسېدونکى نورالله بيا وايي چې دغه ډول ښځې پر اميندوارو مېرمنو ځيني حرکتونه اجرا کوي چې ډېر خطرناک دي.
هغه وويل: "ما خپله مېرمن د کلي زړې ښځې ته ور وستلې وه، د ولادت په وخت کې دا مېرمنې یو ډول حرکتونه ترسره کوي چې مېرمنه په ملا باندې په لغتو وهي تر څو ماشوم له ګیډې جلا شي، د پښې تلې د مېرمنې په ملا باندې په زور کش کوي او داسې نور حرکتونه هم کوي چې ډېر خطرناک دي."
نورالله وايي چې ډېری مېرمنې د دغه شان حرکتونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم له نورو ستونزو سره مخ کېږي.
د غزني ښار اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې د کليوالي طبابت له امله له ګڼو سره ستونزو سره مخ دى.
هغه وويل: "ما د وينې ايستلو لپاره ښکر لګولى دى، ډېر زيات مشکل لرم، ډېرى وخت هغه د زخم ځاى درد کوي، نور دردونه يې هم راته پيدا کړي دي."
ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د کليوالي طبيبانو مخه ونيسي؛ ځکه د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د علي کلا سلمان نيازګل پژواک ته وويل: "دغه طبابت موږ ته له پلار او نيکونو پاتې دى او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هم حل کوو."
هغه وايي چې تر اوسه د دغه طبابت په لړ کې له کومې خاصې ستونزې سره نه دى مخ شوى او خلک هم ترې خوښ دي.
دى وايي: "خلک چې ښار ته ولاړ شي نو په درملنې يې پنځه يا شپږ زره افغانۍ مصرفېږي خو موږ يې په پنځه يا شپږ سوه روپو درملنه کوو."
خو په غزني کې یوه داخله ډاکټر خيرالدين پژواک ته وويل چې دغه ډول درملنې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
ده وويل چې ډېری وخت د دغه شان درملنو له امله د ناروغ د بدن غړي له ګوزڼ او يا هم نورو ناروغيو سره مخ کېږي.
هغه وايي: "دا ډول درملنې بدن ته داسې مکروب داخلوي چې هغه نورې ناروغۍ زېږوې، په خپله مې دوه کسان لیدلې چې هډوکي يې تور شوي ؛ ځکه چې هغوی ښکر لګولی و."
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته ومنله چې اوسمهال د غزني په ډېرو لږو سيمو کې خلک کليوالي درملنه کوي.
خو هغه وايي چې د غزني په ټولو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه شتون لري او خلک هم اوس د کليوالي طبابت پر ستونزو پوه شوي دي.
هغه د بېلګي په توګه وويل: "اوس مهال په غزني کې د زېږون په وخت کې د مېرمنو مړینه ځکه کمه شوې چې خلکو له کليوالي طبابت څخه عصري طبابت ته مخه کړې ده."
د همت په وينا، د غزني په بېلابېلو سيمو کې د کليوالي طبابت د له منځه وړو په موخه يې کمپاين پيل کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني په ګډون د افغانستان د ډېرو ولايتونو په لرو پرتو سيمو کې خلک د خپلو ناروغانو درملنه د کليوالي طبابت پر بنسټ کوي او ځيني وختونه له ستونزو سره هم مخ کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










