خوست ښار (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د خوست قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو له افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په يوه غونډه کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وروستۍ خونړۍ پېښې وغندلې.
دغو مشرانو چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده، د مرغومي په ٧مه له افغان ملي امنيتي ځواکونو د ولسي خلکو ملاتړ جدي اړتيا وبلله او له هغوی سره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز دوی په هلمند، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د وسله والو بريدونو او جنګ جګړو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکه وغندله.
قومي مشر سمين خان ځدراڼ غونډې ته په خبرو کې له حکومت څخه وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او د هغوی د فعاليتونو مخنيوی وکړي.
نوموړي د نورو مشرانو په استازيتوب وويل، چمتو دي چې له خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او د سر په بيه له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
هغه وويل: ((وروستۍ پېښې موږ ته د زغملو وړ نه دي، که چېرې موږ له شته ستونزو څخه ځان خلاصول غواړو، نو بايد ټول افغانان په خپلو کې سره يو موټی شو او د مخالفينو مخه ونيسو.))
دغه قومي مشر پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې خپل قومي، ژبني او سمتي اختلافات يوې خوا ته پرېږدي او د يووالي په پايله کې په هېواد کې شته ناخوالو او بدبختيو ته په ګډهد هواري لار ولټوي.
هغه زياته کړه: ((راځئ ټولو دنياوالو ته دا ښکاره کړو چې افغانان سره يو موټی دي، سره وروڼه دي، موږ سوله وغواړو، موږ جنګ نه خوښوو او په موږ کې دا توان شته چې خپلې ستونزې هوارې کړو.))
يو بل قومي مشر حاجي جمال تڼي بيا له نړيوالو ځواکونو په ځانګړي ډول له امريکايې ځواکونو غوښتنه وکړه چې افغانستان له اوسني بحران څخه را وباسي او روانو جګړو ته د هواري لار ولټوي.
login or register a new account.