ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محصلينو د پياوړتيا شبکې د ولسمشر د تقنيني فرمان له ځينو مادو سره مخالفت وکړ

author avatar
28 Dec 2015 - 15:51
author avatar
28 Dec 2015 - 15:51

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): "د محصلينو د پياوړتيا شبکې" د ولسمشر له خوا د لوړو زده کړو په اړه د صادر شوي تقنيني فرمان له ځينو مادو سره مخالفت وکړ او وايي چې دغه فرمان ځينې ستونزې لري.

د دې شبکې مشر ايوب شهريار نن په کابل کې په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، په دغه تقنيني فرمان کې راغلي چې د پوهنتونونو رييسان به د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي چې دا د دوى لپاره د منلو نه ده.

ده زياته کړه، د پوهنتونونو او پوهنځيو رييسان دې د خپلواکو ټاکنو له لارې وټاکل شي او که ولسمشر د پوهنتونونو مشران ټاکي، نو په دې سره علمي بنسټونه سياسي کېږي.

نوموړي دغه راز په ولايتونو کې د پوهنتونونو د استادانو لپاره د ماسټري په درلودو سره هم مخالفت ښيي او وايي، د هېواد د زياترو ولايتونو په پوهنتونونو کې استادان ماسټري نه لري.

شهريار وايي، ياد تقنيني فرمان قانوني بڼه نه لري او بايد عملي نه شي.

بايد وويل شي چې څه موده وړاندې د کابل اړوندو د دولتي پوهنتونونو ځينو استادانو د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې د بدلون راوستلو په اړه څو ورځنى کاري اعتصاب وکړ.

خو د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند يوه اونۍ وړاندې د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل، د لوړو زده کړو قانون مسوده د استادانو د وړانديزونو پر بنسټ ترتيب شوې وه، خو د کابينې شورا يوشمېر بدلونونه په کې وارد کړي دي.

خو هغې ژمنه وکړه چې د پوهنتونونو د استادانو ستونزې به هوارې کړي.

د نوموړې په وينا، د لوړو زده کړو وزارت هېڅکله هم نه غواړي، څو هغه استادان چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري؛ منفک او يا تقاعد ته اړ باسي.

ولسي جرګې هم له حکومته غوښتي چې د لوړو زده کړو د قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان ژر دې جرګې ته ور واستوي، څو يې په اړه پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.