کندهارښار(پژواک،٦مرغومى٩٤): دکندهار ولايت اوسيدونکې پنځه کلنه مدينه د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سوال کولو پرځاى د دې ولايت په واټونو کې ايشيدلي هګۍ پلوري.
شپه يخه او باراني ده، د ښار پر واټونو کم خلک او موټر تر سترګو کېږي، خو پر سړک يوه وړه ماشومه ولاړه ده، په خپلو وړو لاسونو يې کاسه نيولې او يو څو ايشيدلې هګۍ اوکچالو يې په کې خرڅلاو ته ايښي دي.
دغه وړه نجلۍ پر سړک هر تېرېدونکي موټر ته ور منډه کړي چې ګوندې ايشيدلې هګۍ اوکچالو به ورڅخه وپيري، خو پرته له دې چې پام ورته وکړي په بې پروايي ورڅخه تېر شي.
دا د کندهار ښار د يوې اوسېدونکې پنځه کلنې مدينې د ستړي ژوند کيسه ده چې د خپلې کورنۍ غربت او بې وزلۍ دې حال ته رسولې ده.
پنځه کلنه مدينه د ښار له نورو ماشومانو بېخي جلا ده، هغه سوال نه کوي، نه يوازې دا چې ښوونځي ته ځي، بلکې د خپلې کورنۍ د لاسنيوي په خاطر پر ځان ډېر کړاو تېروي او تر نيمې شپې ايشيدلې هګۍ او کچالو پلوري.
ماشومه مدينه په ډېرې سختۍ له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته حاضره شوه، ځکه د دې په وينا، مور يې ورته ويلي چې بيا يې ګاونډيان بد ورپسې وايي.
خو په خبرو خبرو کې هغه راضي شوه چې پژواک ته د خپل ژوند کيسه وکړي.
مدينې خپلې خبرې له دې ځايه را پيل کړې چې مور يې ورته ويلي: ((سوال مه کوئ، خواري وکاږئ او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړئ.))
دا وايي، پلار يې ژوندى دى، خو کار نه ورته پيدا کېږي، هره ورځ سهار د مزدورۍ په نيت له کوره وځي، خو ډېر وختونه بيرته تش لاس کور ته راځي.
د دې په خبره، ځکه نو دا مجبوره ده چې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړي او د کورنۍ لپاره يو څو پيسې وګټي.
مدينې په ډېر ارمان وويل، که پلار ته يې کار پيدا کېدلى، نو دا به مجبوره نه واى چې ايشيدلې هګۍ او کچالو وپلوري.
د مدينې د ژوند حيرانوونکى ټکى دا دى چې په کم عمر هومره ډېر کار کوي، چې ډېر د لوى عمر وګړي يې نه شي کولى.
login or register a new account.